آلمان: تر پخوا ډېر کډوال د آلماني ژبې په کورسونو کې ناکامیږي
۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبهد ځوانانو په برخه کې د برياليتوب کچه په ۲۰۱۵ کال کې له ۸۳،۶ سلنې څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۶۳،۵ سلنې ته راټيټه شوې ده. ورځپاڼې دغه رپوټ د آلمان د حکومت له خوا د هغه ځواب په بنياد خپور کړی دی چې د آلمان له پاره د بديل ګوند د ټولنيز سياست د وياند، رېنې شپرينګر، د پوښتنې له کبله يې ورکړی وو. له دې مخې د ۲۰۱۰ کال راهيسې ۱،۲ ميليونو خلکو د ادغام په کورسونو کې برخه اخيستې ده.
د ناکامۍ پر لوړې کچې نيوکه
سړی کولی شي دغه ازموينه تکرار کړي يا د لازمې B1 کچې څخه په لا ټيټه سويه هم دغه امتحان بشپړ کړي. د دغو کورسونو لګښت چې د ښځو او بې سوادانو کورسونه پکې هم شامل دي، د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ ټول ټال ۴،۶ مليارډو يورو ته رسيږي.
د آلمان له پاره د بديل د عوام پال ګوند وياند، شپرينګر يادې ورځپاڼې ته ويلي دي چې «دا د منلو وړ نه ده چې د ماليې پر بنياد د مليارډونو يورو د ادغام وړانديزونه په لويه کچه بې نتيجې پاتې کيږي.» د هغه په خبره د ناکامۍ دغه لوړه کچه ښيي چې «ډېر کډوال د زده کړو لازم کلتور يا د ادغام اراده نه لري.»
خو په ورته وخت کې د هغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه چې د اقامت ښه چانسونه لري، تقريبا يو ميليون کسانو په خپله خوښه د ادغام په کورسونو کې د برخې اخيستنې عريضه هم کړې ده. دا د آلمان د کورنيو چارو وزارت په حواله «په ښکاره توګه ښيي چې کډوال د آلماني ژبې له زده کړې سره ډېره زياته علاقه لري.»
KNA/ن ص/خ ح
زموږ له آرشیف څخه: