آلمان: د نوی کال په اورلوبو کې ۴ کسان مړه او اورلګېدنې شوي
۱۴۰۳ دی ۱۲, چهارشنبهد آلمان په ښارونو کې د خلکو له ګڼه ګوڼې او شور سره د نوي کال لمانځنه له يو لړ بې نظمیو او آن مرګ ژوبله سره مله وه. د بېړنيو خدماتو سکتور د نوي کال په شپه د چهارشنبې تر سهار وختي ډېر مصروف ساعتونه درولودل.
د آلمان پولیسو او د اور وژنې ادارو په ټول هيواد کې د څلورو کسانو د مړېنې خبر ورکړی دی چې په احتمال سره له اور او چاودنو سره تړاو لري. رپوټونه وايي د آلمان په يو شمېر ښارونو کې پر عاجلو خدماتو اورلوبې وار شوي، هغه عمل چې په وروستیو کلونو کې په تکرار ترسره شوی دی. په دې لړ کې د برلین یو چارواکی سخت ټپي شوی چې جراحي عملیات ته ېې اړتیا پېدا کړې.
د برلین روغتون وويل، چې د شپې په ابتدا کې اته کسان چې پر لاسونو سخت ټپيان شوي ول، وروړل شول چې وروسته ېې شمېر ۱۵ ته پورته شو.
د برلین پولیسو د چهارشنبې په ورځ وختي د ښار له هغو مرکزي ناحیو چې اورلوبې پکې نه دي شوي، خوښې وښوده خو له نورو سیمو لا هم د ګډوډیو رپوټونه ورکول کيږي.
د برلین د پولیسو ویاند، فلوریان ناټ، په یوه ويډيو کې چې پر انترنيټ خپره شوې د ګډوډیو په تړاو د افرادو د نیولو خبره کړې ده. هغه ويلي دي: «موږ شاوخوا ۳۲۰ کسان نيولي دي. په ګڼو مواردو کې هم پر پولیسو او هم پر اطفائيې [د اورلوبو وسيلو] حملې شوي دي.» هغه زیاته کړې چې پولیسو په برلین ښار کې د خپل محافظت له پاره د اطفائيې پرسونل له ځانه سره لرل.
ناټ زیاته کړه چې د اورلوبو په جریان کې د پولیسو یو افسر ډېر شدید ټپي شو، چې د شپې د روغتون په عاجله برخه کې تر عملیات لاندې ونیول شو. هغه وويل داسې ښکاري چې دغه افسر د اورلوبې په یوې غیرقانوني وسېلې لګېدلی وي.
د کولن ښار پولیسو هم د نوي کال په شپه پر غیرقانوني اورلوبو د دوو پولیسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی. پولیس وايي هم د پولیسو او هم د اطفائي پر لوري د اورلوبې آلې وار شوي دي. په لایپڅیګ کې بیا یوې شاوخوا ۵۰ کسیزې ډلې پر عاجلو خدماتو حمله کړې ده. له هامبورګ او نورو ښارونو څخه هم د ورته پېښو رپوټونه او انځورونه خپاره شوي دی.
د اطفائيې پرسونل د نوي کال په شپه په ټول آلمان کې له کوچنیو اورلګېدنو سره د مبارزه له پاره لاس په کار ول.
د آلمان په نویه ويد ښار کې د مالونو په یو ګدام کې د اور لګېدو رپوټ ورکړل شوی. پولیس شک کوي چې دغه اورلګېدنه دې هم د اورلوبو له کبله رامنځ ته شوي وي. نویه ويد، د آلمان په غرب کې پروت یو کوچنی ښار دی. رپوټونه وايي په ګدام کې اور شپې له یوې بجې لږ مخکې بل شو.
د سيمې پولیسو په یوه اعلاميه کې ویلي: «په دغه لوی ګدام کې چې د نور مالونو تر څنګ لرګې هم پکې زېرمه شوي ول، په بشپړه توګه سوځېدلي دي.» په اعلاميه کې راغلي دي چې د ایمرجنسي سرویس یا د عاجلو خدماتو ادارې پرسونل د پېښې ځای ته له نژدې کورونو خلک وایستل او اور تر کنټرول لاندې راوستل شو.
پولیسو د سهار په شاوخوا ۶ بجو په یو تازه بیان کې وويل چې «د اور مړ کولو له پاره کار ادامه لري. د اور شدت له کبله نژدې ساختمانونه هم زیانمن شوي دي. پولیس اټکل کوي چې د اورلګېدنې زیان به د شپږرقمي عدد په اوسط کې وي.» پولیس زیاتوي چې د دغې اورلګېدنې دلیل هم تر ډېره د نوي کال په مناسبت شوې اورلوبې دي، چې په هکله ېې تحقیقات ادامه لري.»
د ۲۰۲۵م کال د جشن انځورنه: