ښځې ته د لاس نه ورکولو له کبله د آلماني تابعيت ورکړه رد شوه
۱۳۹۹ مهر ۲۷, یکشنبهيوې آلمانۍ محکمې د جمعې په ورځ حکم وکړ چې يو مسلمان سړی چې يوې ښځې ته يې د لاس ورکولو څخه ډډه کوله، د آلمان تابعيت نه تر لاسه کوي. دغه ۴۰ کلن لبنانی ډاکټر چې په ۲۰۰۲ کال آلمان ته راغی، وويل چې هغه د خپل دين په بنياد ښځو ته لاس نه ورکوي.
د آلمان د بادن ورتمبرګ د اداري چارو محکمې اوس حکم وکړ چې هغه څوک چې «د کلتور او ارزښتونو د بنسټ پالو افکارو» له کبله چا ته لاس نه ورکوي ځکه چې ښځو ته «د جنسي غرايضو د خطر» په سترګه ګوري، له دې لارې «د آلمان د ژوند په شرايطو کې ادغام» هم ردوي.
د خپلې ښځې سره ژمنه
دغه ډاکټر په آلمان کې طب لوستی دی او اوس په يوه روغتون کې د يوه مشر ډاکټر په توګه کار کوي. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د آلمان د تابعيت له پاره عريضه ورکړه چې د آلمان اساسي قانون ته د وفادارۍ او د افراطيت ضد يوه بيانيه يې هم امضا کړه. د تابعيت ازموينه يې هم په تر ټولو ښو نمرو سره تېره کړه.
سره له دې هم آلمانی تابعيت ورنه کړل شو ځکه چې په ۲۰۱۵ کال کې کله چې د تابعيت سند ورته سپارل کېده، ده مسئولې چارواکې ته له لاس ورکولو څخه انکار وکړ. دغې ښځې په همدې دليل دا سند له ځانه سره وساته او د ده عريضه يې رد کړه. لبناني ډاکټر داسې استدلال وکړ چې له خپلې ښځې سره يې ژمنه کړې ده چې نورو ښځو ته به لاس نه ورکوي. ورپسې د ده متقابله حقوقي دعوا ناکامه پاته شوه. محکمې اوس حکم کړی دی چې دغه سړی کولی شي د اداري چارو فدرالي محکمې ته مراجعه وکړي ځکه چې دغه قضيه ډېر بنيادي اهميت لري.
aw/rs/ن ص/م ک ص