«اسلام په آلمان کې د ډېر ليبرالیزم لوري ته روان دی»
۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبهدیني ټولنپوه رووف جيلان د آلمان په اوسنابروک ښار کې د «ای پي دي» خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې په آلمان کې محافظه پاله اتحادیې او د مسجدونو ټولنې چې اوس هم اکثريت دي، د ښځو د امامانو په توګه د منلو له پاره له هلو ځلو او همدا راز د ټولنې د ليبراله کولو سره لاس او ګريوان دي. نوموړي پر دې سربیره په آلمان کې د روزل شويو او روښان فکره ملا امامانو د مخ پر زياتيدونکي شمیر په اړه هم خبره وکړه.
د اوسنابروک بروک پوهنتون د اسلامي الهياتو د انستيتويت دې مرستيال په عين حال کې مخالف لوري ته د تندلارو له پياوړتيا څخه هم خبره کوي.
جيلان د سلفي مبلغينو له خوا د کرکې ډکو څرګندونو يو څه خاموشه کيدل «ظاهري فریب» بللی دی. د نوموړي په خبره داعش دمګړۍ په سوريه او عراق کې يو ځل بيا د ځان سنبالولو په لټه کې ده، او سياسي – اسلامي غورځنګونه لکه د حزب التحريک غورځنګ په دې وروستيو کې بيرته فعال شوي دي: «ډېر وخت به و نه نيسي چې پخوانۍ ډلې يا نوي تندلاري يو وار بيا په فعاليت لاس پورې کړي.»
اړونده موضوع: د آلمان لومړنی همجنسبازه ملا امام
جيلان «په آلمان کې امامان» په نوم د خپل نوي کتاب په مناسبت چې په پام کې ده د چهار شنبې په ورځ باراز ته عرضه شي، وويل چې دا ډلې ښايي په راتلونکي کې يو ستر خطر وګرځي.
جيلان د آلمان له ټولنې او مسؤلو چارواکو څخه له امامانو سره د ژورې همکارۍ غوښتونکی شو. نوموړي وويل چې ملا امامان اوس په آلمان کې د ميشتو کابو پنځو ميليونو مسلمانانو د ټولنیز ادغام اساسي څېرې دي.
اړونده موضوع: «په آلمان کې دې د اسلامي ترهګرۍ پر ضد بالقوه مبارزه وشي»
په آلمان کې زياتره ملا امامان له بهره راځي او په نورو هيوادونو کې روزل شوي دي. د جيلان په آند ځوانان مخ پر زياتيدونکي توګه له دې ډول امامانو سره ستونزه پيدا کوي، ځکه دغه امامان ګويا د دې ځای د ځوانانو د ژوند له واقعيتونو سره آشنا نه وي.
رووف جيلان ټينګار وکړ چې اسلامي الهيات لکه څرنګه چې د اسلامي نړۍ په پوهنتونو کې تدريس کيږي، پر ځای پاتې دي او هیڅ پرمختګ نه کوي. د نوموړي په خبره په اسلامي هيوادونو کې «د استبداد يوه فضا حاکمه ده چې د تخلیقي افکارو مخه نيسي.»
رووف جیلان له همدې کبله په آلمان کې او په آلماني ژبه د امامانو پر روزنه ټينګار کوي.
زموږ له آرشيف څخه: