1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د آلمان په کولن ښار کې چاودنه؛ سيمه کلابنده شوې

۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبه

د رسنیو په حواله، د المان د نورد راین ویست فالن ایالت د کولن ښار په یوه ودانۍ کې چاودنه شوې. پولیسو ویلي «سترعملیات» ادامه لري او ښار ته نښلوونکي سړکونه یې تړلي دي. چارواکو له خلکو غوښتي چې سیمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/4keg4
پولیسو ویلي چې تر پیښې وروسته یې ستر عملیات پیل کړي او له خلکو یې غوښتې چې سیمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
د رسنیو د رپوټونو په حواله، د المان د نورد راین ویست فالن ایالت د کولن ښار په یوه ودانۍ کې چاودنه شوې.انځور: Peter Schickert/picture alliance

د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت د کولن ښار په یوې ودانۍ کې د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۱۶) چاودنه شوې ده. ځايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې چاودنه په یوه ودانۍ کې شوې او یادې ودانۍ ته زیان رسیدلی دی.

پولیسو تر چاودنې وروسته ویلي دي چې په سیمه کې یې «ستر عملیات» ادامه لري او دا چې د پیښې سیمې ته یې نښلونکي سړکونه هم تړلي دي. امنيتي چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د پیښې سیمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

د نورد راین ویست فالن ایالتي پولیسو ویلي دي چې د کولن په رودولف پلتڅ او فریزن پلتڅ ترمنځ سړکونه یې تړلي دي او له خکو یې غوښتنه کړې ده چې سیمې ته ولاړ نه شي.

د رسنیو د رپوټونو په حواله، په چاودنه کې یوه ودانۍ ډېره تخریب شوې ده. د پیښې په هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

آژانسونه / خ.ح / ن.ز