آلمان نژدې ۹۰۰۰ زلزه ځپلو ته ويزې ورکړي دي
۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبهد کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي آلمان په ترکيه او سوريه کې له زلزه ځپلو سيمو څخه يو شمېر کسان په آلمان کې منلي دي. د دغه خبر له مخې د ۹۰۰۰ په شاوخوا کې انسانان آلمان ته راغلي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فېزر د فونکه په نوم رسنيزې شبکې ته ويلي دي: «موږ ډېر ژر اقدام وکړ او بشري مرستې مو وکړې. په دې کې د ۹۰ ورځو لپاره او په مؤقتي توګه د خپلوانو سره پاته کېدل هم شامل دي.» د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند دغې سياستوالې دا څرګندونې د يادې رسنۍ سره د شنبې په ورځ کړي دي.
فېزر زياته کړې ده: «د ياد مقصد له پاره تر اوسه ۷۶۵۲ ويزې اجرا شوي دي. له دغو څخه ۶۵۰۰ په ترکيه کې د زلزله ځپلو سيمو د انسانانو دي.«
د آلمان د داخله وزيرې فېزر په وينا په ۱۰۰۰ مواردو کې د سوريې له زلزله ځپلو سيمو څخه هغه انسانان دي، چې په آلمان کې خپلوان لري. د هغې په وينا په آلمان کې د اوسېدونکو انسانانو د کورنۍ دغه نژدې خپلوان کولای شي چې آلمان ته د کورني الحاق په ترڅ کې راشي.
په ترکيه او سوريه کې د فبرورۍ په شپږمه نېټه په زلزله کې تر ۵۰ زرو څخه زيات انسانان مړه شوي ول.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.