جرمني غواړي د کابل څخه ډیر محلي کارکونکي راوباسي
۱۴۰۰ مرداد ۲۵, دوشنبهدغه خبره د جرمني د حکومت ویاند، شټیفان زایفرت نن دوشنبه (د اګست میاشتي ۱۶ مه) په برلین کي کړې ده او ویلي یې دي، چي په اوس وخت کي د دوی مهم هدف د دغو خلګو راایستل دي. په خبره یې صدراعظمي انګیلا میرکل ته به د راتلونکو اقداماتو په باب په وار وار سره معلومات ورکول کیږي.
په همدې حال کي بیا د جرمني ددفاع وزیري، انه ګریت کرمپ کارین باور د افغانستان د انکشافاتو له کبله په دغه اوني کي ټوله ملاقاتونه لغؤ کړي دي.
حکومتي ویاند، زایبرت همدارنګه ویلي دي، چي الماني پوځ هم د افغانستان د اوضاع له کبله « ډیر تشویش» کوي. زایبرت همدارنګه وویل، په دې دلیل چي غربی هیوادونو د ډیر وخت دپاره په افغانستان کي نظامي حضور درلودی، هغوی اوسني« ترخو انکشافاتو» په تعجب کي اچولي دي.
زایبرت ونه غوښتل، چي د افغانستان د اوسني ماموریت د بیلانس په باب خبري وکړي، بلکه په خبره یې اوس د خطر سره مخامخ خلګو نجات لمړیتوب لري. خو هغه دې ته اشاره وکړه، چي اوسنی ماموریت به د متحدینو سره په ګډه تر سره سي.
د بلي خوا بیا د جرمني حکومت د ملګرو ملتو د عمومي منشي، انتونیو ګوتریش د نن دوشنبه د هغي غوښتني سره یو ځای سوی دی، چي غوښتي یې وه، «طالبان باید د زغم اوبُرده برداری څخه کار واخلي، د خګو ساتنه او حفاظت وکړي او لازم بشردوستانه تدابیر اتخاذ کړي.»
آ./م.ق./ا.ا.