1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ديموکراسي په نړۍ کې د زوال په حال کې ده

۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د يوه رپوټ په حواله په ۲۰۲۳م کال کې د آزادو او عادلانه ټاکنو نړيوال شاخص د بل هر وخت په پرتله شاتګ کړی دی، په داسې حال کې چې جنجالي انتخابات په يوې نړيوالې پديدې باندې د بدليدو په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/4khZ5
په الجیريا کې د ۲۰۲۴م کال پارلماني ټاکنې
دې نړيوالې ټولنې موندلې ده چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴م کلونو ترمنځ موده کې له پنځو څخه د يوه انتخابات په قانوني توګه ننګول شوې دي.انځور: Xu Yongchun/Xinhua News Agency/picture alliance

د سه شنبې په ورځ خپاره شوي يوه رپوټ کې څرګنده شوې چې په ټوله نړۍ کې په ټاکنو کې د رايو اچوونکو کم شمير او د لانجمنو ټاکنو ډېرېدل د ديموکراسۍ اعتبار ته خطر پيښ کړی دی.

په دغه رپوټ چې د «ديموکراسۍ او ټاکنیز ملاتړ د نړيوال انستيتويت» له خوا خپور شوی دی، راغلي دي چې په ټوله نړۍ کې د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۳م ترمنځ کلونو کې د رايه ورکوونکو شمير ۱۰ فيصدي نمرې راکم شوي دي يعني فيصدي یې ۶۵،۲څخه ۵۵،۵ ته راټيټه شوې ده.

رپوټ کې نور څه راغلي؟

دې کلني رپوټ کې چې له ۱۹۷۵م کال راهېسې په ۱۵۸ هېوادونو کې ديموکراتیک پرمختګ اندازه کوي، راغلي دي چې ۴۷ سلنه هېوادونه په تېرو پنځو کلونو کې د ډېرو مهمو شاخصونو په برخه کې د شاتګ شاهدان دي چې په دې توګه دا په ټوله نړۍ کې د ديموکراسۍ د زوال پرله پسې اتم کال دی.

دې نړيوالې ټولنې موندلې ده چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴م کلونو ترمنځ موده کې له پنځو څخه د يوه انتخابات په قانوني توګه ننګول شوې دي.

د رايې اچوننه او د رایې د پاڼو شميرل په دې موده کې د انتخاباتي پروسې هغه اړخونه دي چې تر ټولو ډېرې لانجې پرې وشوې. 

دې څېړنیز سازمان ويلي دي چې د آزادو او عادلانه ټاکنو او پارلماني نظارت ګټګورۍ چې د استازولۍ اړوند ده، په ۲۰۲۳م کې یې خپل تر ټولو خراب کال ثبت کړ.

د ترمپ د ترور هڅې د تهديد د دوام نخښه ده

دې انستيتويت ويلي دي چې په امريکا متحده ايالاتو کې ديموکراتیکې هلې ځلې چې سږ کال پکې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي، په تېرو دوو کلونو کې يو څه ښه والی ښيي.

خو بيا هم زياته شوې ده چې په جولای مياشت کې د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، د وژلو هڅې دوام لرونکي خطرونه راڅرګند کړي دي.

د رپوټ په حواله له ۲۰۱۵م کال راهېسې د اعتبار وړ ټاکنو، مدني آزاديو او سياسي برابرۍ په څېر شاخصونه راټيټ شوي دي. 

رپوټ وايي: «له نيمايي هم لږو (۴۷ سلنه) امريکايانو ويلي دي چې د ۲۰۲۰م کال ټاکنې «آزادې او عادلانه» وې او هېواد په ژوره توګه پر قطبونو ویشلي دي.»

ټاکنې د ديموکراسۍ د بنسټ ډبره ده

د «ديموکراسۍ او ټاکنیز ملاتړ نړيوال انستيتويت»  ټينګار کوي چې په ډېرو هيوادونو کېټاکنو ته په ورپېښو ګواښونو سربیره هم انتخابات خپله دنده پوره کوي او پر پريکړه کوونکو او پريکړو باندې د ولس د کنترول د تضمين ميکانیزم وړاندې کوي.»

همدا شان زياته شوې ده چې ټاکنې «پر اوسنيو ننګونو سربیره هم د ديموکراسۍ د بنسټ ډبره ده.»

په رپوټ کې راغلي دي چې له تېر کال راهېسې په ډېرو هغو ټاکنو کې چې خلکو په ډېره ليوالتيا مشاهده کولې، برحاله حکومتي ګوندونو د ولسمشرۍ ټاکنې بايللي او په پارلمان کې اکثريت له لاسه ورکړی دی.

رپوټ زیاته کړې ده: «په ګواتيمالا، هند، پولند، سينګال او يو شمير نورو هېوادونو کې انتخابات د دې باعث شول چې د رایې ورکوونکو غږ اغیزه ولري.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب