1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تل آبیب کې تازه بریدونو مرگ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبه

اسرائیل په تل ابیب کې تر خونړیو بریدونو وروسته د امنیتي ځواکونو د پیاوړې کولو له پاره، ریزرو پولیس او سرتیرې راټولوي. په تل آبیب کې د موټر په وسیله یوه برید کې یو ایټالوی سیلاني وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4PpjU
Israel I Ein Toter und sechs Verletzte bei Anschlag in Tel Aviv
په تل آبیب کې د موټر په وسیله یوه برید کې یو ایټالوی سیلاني وژل شوی دی.انځور: Nir Elias/REUTERS

په تل آبیب کې د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی دی چې په پلازمېنه تل آبیب کې له برید وروسته بنیامین نتانیاهو، امر کړی دی چې: «د سرحدي پولیسو ټول ذخیره یي واحدونه دې را ټول شي.»

په الاقصی مسجد کې تر ۳۵۰ ډېر فلسطینیان نیول شوي

همدارنگه اعلان شوی چې د اسرائیل د لومړي وزیر په امر ټاکل شوې ده «اضافي ځواکونه را ټول او استفاده ترې وشي، څو وکولی شي له ترهگریزو بریدونو سره مقابله وکړي.»

د لبنان په سویل او غزه کې له اسرائیل سره د فلسطینیانو د نښتو له زیاتیدو سره هم مهاله، تل ابیب د جمعې په ماښام د یوه خونړي برید شاهد و.

د خبري آژانسونو د رپوټ پر بنسټ یوه سړي د تل ابیب په یوه ساحلي پیاده رو کې خپل موټر پر لارویانو ور وستلی دی. په دې برید کې یو تن وژل شوی او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

هغه کس چې په دې پيښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د معلوماتو له مخې یو ۳۶ کلن ایټالوی سیلاني و. په اسرائیل کې د ایټالیا سفارت هم دا خبر تائید کړی دی.

اسرائیلي پولیسو ویلي چې دغه موټر د برید پر مهال اوښتی یا چپه شوی دی او برید کوونکي کس اراده درلوده چې خپله وسله راوباسي چې په دې وخت کې پولیس ورته متوجه شوي او هغه يې په ډزو له منځه وړی دی.

په یوه بله پيښه کې چې د اردن رود په لویدیځه غاړه یهودي میشت ښارگوټي ته نږدې رامنځته شوې ده پر یو موټر چې دری ښځې (یوه مور او دوه لوڼې) په کې سپاره ول ډزې شوي دي. د دې برید په پایله کې دواړو خوېندو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او مور یې په شدید ډول ټپې شوې ده. د دغو نجونو پلار چې ظاهراً په یوه بل موټر کې د دوی پسې و د دې پيښې شاهد و.

ویل کیږي چې دوی د اسرائیلي ښارگوټي افرات اوسیدونکي ول، خو د بریتانیا تابعیت یي هم درلود. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع تائیده کړې ده.

تر اوسه پورې هیچا یا کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو د حماس ترهگریز سازمان یوه ویاند د دې برید هرکلی کړی دی او دا یې «د هغو جنایتونو غچ بللی دی چې اسرائیلو په مسجد الاقصی او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې ترسره کړي دي.»

پولیس او امنیتي ځواکونه د دغه برید د عامل په لټه کې دي. د اسرائیلو د دفاع وزیر یوآو گالانت، په دې هکله ژمنه کړې ده چې عامل کس به «هدیرې یا زندان ته رسوي.»

دغه بریدونه په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې په دې وروستیو ورځو کې د اسرائیل او فلسطینیانو او همدارنگه له لبنان سره روان تشنج تازه انديښنې را پارولي دي.

المان او امریکا د اسرائیل د ښارګوټو جوړولو طرحه غندلې ده

د پراخو نظامي نښتو نوې څپه د چهارشنبې په ورځ پر مسجد الاقصی باندې د اسرائیلي پولیسو د هجوم په پایله کې شروع شوه. د هغو توغندیو چې د لبنان له سویل او غزې تړانگې څخه پر اسرائیلو وتوغول شول، د دغه هیواد پوځ هم د غچ اخیستونکو هوایي بریدونو په ترڅ کې د لبنان په سویل او غزه کې ځینې نقطې په نښه کړې.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح