په آلمان کې د دوهم لاس جامو بازار ولې ګرم شوی؟
۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعهد پخوانیو استعمال سوو جامو تجارت په المان کې ډېر محبوبيت لري. په المان کې د «پي ډبليو سي» په نوم یوه څیړنیزه اداره باور لري چې «په المان کې به د دوهم لاس سوداګرۍ بازار حجم په ۲۰۲۲ کې له ۳،۵ ملیارد څخه تر ۲۰۲۵ م کاله پورې له پنځو څخه تر ۶ ملیاردو یورو ته لوړه سي.»
د روان کال د می په میاشت کې د المان د سوداګرۍ ټولنې سږ کال د استعمال سویو توکو په برخه کې د اته فیصده زیاتوالي وړاندوینه وکړه چې د دې سوداګرۍ حجم ۱۵ میلیارده يورو کیږي.
په ورته وخت کې، په ۲۰۱۹ م کال کې د دې توکو د بازار حجم ۱۰،۶ ملیارد یورو وو. په هغه وخت کې، دا وړاندوینه سوې وه چې د کارول سویو توکو سوداګرۍ به د پرچون پلور په پرتله ګړندی وده وکړي. په« المان کې د پلټنې او مشورتي شرکت» لخوا د دوهم لاس جامو په اړه د شاوخوا ۵۰۰ خلکو یوه نوې سروې له مخې ۵۶ سلنه ځواب ویونکو ويلي دي لا دمخه یې د دوهم لاس جامې اخیستي او نورو ۱۴ سلنه ویلي چې دوی ممکن د دوهم لاس جامې راونیسي .
د المان په بېلا بېلو ښارونو کې د زړو توکو سوداګرۍ بازارونهځيني وخت هره اونۍ او کله وخت نه وخته جوړيږي. خلک خپل شخصي او کارول سوي توکي هلته پلوري. جامې، کتابونه، د کور توکي، د لوبو سامان او ځینې وختونه حتی زاړه فرنیچر په ټیټه بیه پیدا کیدی سي. په دې بازارونو کې، سړی ځینې وختونه ځانګړي او نادري جامې یا لرغوني لوښي او وسایل هم موندلای سي.
د نويو زيږېدلو ماشومانو او کوچنيانو جامې په ځانګړې توګه ډیري مشهوري دي ځکه چې ماشومان ډیر ژر وده کوي او د دوی جامې ډیري ژر لنډي کیږي. سربیره پردې، سړی کولی سی د زړو توکو سوداګرۍ بازارونو کې ډیر وختونه ماشومانو ته د لولو سامانونه هم په ارزانه توګه ومومي. د زړو توکو د پلور دا بازارونه ځینې وختونه د سړکونو پر سر او يا د استوګنې په سيمو کې د جشنونو په ترڅ کې هم جوړیږي چې معمولا دا د کال په وروستیو کې یوه اونۍ ترسره کیږي.
ص.ذ/ب.ص