عمران خان د بلوا له ویرې احتجاجي مارش لغوه اعلان کړی
۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبهد پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د شنبې (د نومبر میاشتې ۲۶ نیټه) په ورځ په راولپنډۍ کې چې له پلازمېنې اسلام آباد څخه ډیر لیري نه دی، خپلو زرګونو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل چې په دې توګه دغه هیواد یوازې ناکامه کیدلی شي.
وروسته له دې چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د یوې احتجاجي مظاهرې پر مهال دغه ۷۰ کلن سیاستوال په ډزو ټپي شو، دا لومړی ځل دی چې نوموړی د خلکو په عام محضر کې را څرګندیږي.
اړوند: عمران خان تر ټپي کېدو وروسته بیا خپل اعتراضونه پیل کړي
د پولیسو یوه چارواکي د جيو ټي وي شبکې ته وویل چې په راولپنډۍ کې د دغو مظاهرو د امنیت له پاره شاوخوا ۱۰ زره پولیس ګمارل شوي وو.
خان پر اوسني لومړي وزیر شهباز شریف او یوه لوړپوړي پوځي چارواکي تور لګولی دی چې د ده د وژلو امر یي ورکړی وو. خو دغو دواړو چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.
عمران خان د اپریل په میاشت کې د دغه هیواد د پارلمان په منحل کولو سره هڅه کړې وه چې د ده پر وړاندې د نه باور رایې مخه ونیسي. خو سترې محکمې له خپل صلاحیت څخه په کار اخیستنې سره پارلمان بیرته برحاله کړ او د پارلمان غړو عمران خان ته د بې باورۍ رایه ورکړه او شهباز شریف یي د هغه ځای ناستی وټاکه.
اړوند: د پوځ په هکله د خان نوي بربنډونې، حقايق که سياسي چل ول؟
له هغه وخت راهیسې خان څو ځله مظاهرې را وبللې چې په ترڅ کې یي تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.
په ۱۹۴۷ م کال کې له بریتانیې څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته راهیسې په دغه ۲۲۰ میلیونه نفوس لرونکي هیواد کې تر اوسه پورې هیڅ کوم لومړي وزیر خپله کاري دوره نه ده بشپړه کړې.
خان د دغه هیواد په تاریخ کې لومړنی لومړی وزیر دی چې د بې باورې د رایو په وسیله یې حکومت پای ته رسول شوی دی. د پاکستان د تاسیس راهیسې نږدې نیمایي وخت پوځ پر دغه هیواد حکومت کړی او درې ملکي حکومتونه یي را نسکور کړي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص