ماوستي ياغیانو ۲۲ هندي سرتيري وژلي
۱۴۰۰ فروردین ۱۵, یکشنبهد فرانسې خبري آژانس له جګارتا څخه ليکي چې ۴۴ کسان نن سهار (د اپريل ۴مه) د اندونيزيا په یو ختيځ ټاپو کې مړه شوي دي. پيښه په ایست فلوريس سیمه کې شوې ده. د اندونيزیا د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې وياند، راديتا جاتي ويلي دي : «۴۴ کسان مړه او ۹ نور ټپيان دي.» هغه زیاته کړې ده چې «ګڼ شمیر نور تر خټو لاندې دي.» د ژغورنې چارواکو ويلي دي چې امکان لري د مړو شمیر لوړ شي.
بل خوا هندي چارواکو نن خبر ورکړی چې د دغه هیواد په يو مرکزي ايالت کې کيڼ اړخو ماوستي ياغیانو لږ تر لږه ۲۲ هندي ځواکونه وژلي دي. هندي چارواکو دا په روان کال کې يوه تر ټولو خونړۍ حمله ښودلې ده.
رويټرز لیکي چې وژل شوي ځواکونه د هندي پولیسو د ريزرفې يا احتياطي قطعې، د سیمې ريزرفي ګارد او د خاصو ماموريتونو اړوند ځواکونو دي چې د شنبې په ورځ يې په چهاتيس ګړ نومې سیمې کې د ياغيانو پر ضد عملیات درلودل.
د چهاټيس کړ په مرکز رايپور کې یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي ويلي دي: «موږ د دې تصديق کوو چې د هندي ځواکونو ۲۲ غړي د ماوستي یاغیانو له خوا وژل شوي دي.»
آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوریز البوم وګورئ: