د هند د بنگړيوالو ژوند ته يوه کتنه
د هند بنجاره قوم چې د پښتنو په سيمو کې بنگړيوال بلل کیږي، يو څه څنډې ته کړل شوي دي. له تاريخي لحاظه په کوچي سوداگرو مشهور دغه بنگړيوال اوس ورځنۍ مزدوري کوي او د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي له پاره لارې چارې لټوي.
کوچياني رېښې
بنگړيوال په اصل کې کوچنيان دي چې د تجارت او کار په لټه له يوه ځای څخه بل ځای ته کډه کوي. دوی اوس د هند په بېلا بېلو ايالتونو کې ميشت دي. خو داسې فکر کيږي چې په اصل کې د هند د شمال، د راجستان سيمې دي. د هند په بېلا بېلو سيمو کې بنجارگان يا بنگړيوال په مختلفو نومونو ياديږي: په اندرا پراديش کې لمبادا او يا لمبادي، په کارناتاک کې لمباني او په راجستان کې گوار او يا گواريا بلل کيږي.
پخواني گرځندوې او سوداگر
په ماضي کې بنگړيوال په هند کې لیرې پرتو او کليوالو سيمو ته د مالکې او نورو اړينو توکو په ويش کې ډېر مهم نقش لاره. دوی د ډېرو ښو سوداگرو په توگه مشهور ول. د «بنجاره» کليمه د «واجن» چې معنا یې سوداگري او د «جارا» څخه چې د سفر معنا ورکوي، را وتلی ده. دوی په گوربولي ژبه خبرې کوي چې يوه هندو آريايي ژبه ده او د هند د نورو ژبو لهجې هم پکې گډې شوي دي.
ښکلې جامې او گاڼې
د راجستان په بنسور کلي کې بنگړيوالې ښځې د هغوی د ځانگړو گاڼو له کبله پيژندل کيږي. دوی د ښځو يو ډېر پخوانی سينگار توکی ميخکي يا چارگل هم په بوزه کوي. جامې يې هم ډېرې رنگه وي. بنگړيوالې ښځې اوس هم خپله ځانگړې قبايلي گاڼه او جامې د ځانونو له پاره جوړوي او کاروي یې.
د هند په عصري ټولنه کې توپيري چلن
په هند کې بنجارگان د «بې برخې شوي ذات، قوم او وروسته پاتې ټولنې » په توگه درجه بندي شوي دي. دغه قوم نن سبا د يوې تړلې ټولنې په توگه د هند د عصري ټولنې په څنډه کې ژوند کوي او ډېر نه را څرگنديږي. ځيني کارپوهان د اروپا روما يا جتان د هند د بنجاره قوم اولادونه بولي.
په اقتصادي او کلتوري جوړښت کې تغیر
په بنسور کې د ژوند بڼه بدليږي او په دې توگه د بنجاره قوم د ژوند طرز، د هغوی ټولنیز دودونه او اقتصادي سیسټم هم. په دې وروستيو کلونو کې بنگړيوالو نارينه وو په قراردادي او هم لاسي کارونو پيل کړی دی. د دوی يو شمير کورنۍ اوس خپل ماشومان هم په دې تمه ښوونځيو ته ليږدوي چې راتلونکې یې روښانه شي. خو ډېری دغه ماشومان د اقتصادي فشارونو له کبله ښوونځي پريږدي او د څاريو گلې پيايي.
ديجيتل ادغام
يو څو کاله تر مخه په بنجاره قوم کې د ښځو د مياشتني عادت او اړونده روغتيايي سپارښتنو په اړه خبرې کول يوه منع شوې موضوع وه. خو دمگړۍ د بنگړيوالو ښځو له پاره يو شمیر روغتيايي پروگرامونه موجود دي. يو شمير غير دولتي ټولنې په بنسور کې ښځو ته روزنه ورکوي څو هغوی د نويو رسنيو سره اشنا شي او په کمپيوتر وپوهيږي.