1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان په لومړي ځل د ښځې ممکنه اعدام

۱۳۹۹ اسفند ۲, شنبه

د هندوستان د اترپريش ایالت د امروهه ښار اوسيدونکې، ۳۸ کلنې شبنم، خپل مين سره په ګډه د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي ول. سترې محکمې د هغې د اعدام سزا تائيد کړې ولسمشر هم د هغې د بخښلو غوښتنليک رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3pdBl
Deutschland Galgen im Neanderthal Museum Mettmann
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

د هندوستان په متهرا زندان کې د شبنم د اعدامولو له پاره چمتووالی نژدې بشپړې شوې دي. که څه هم د اعدام نيټه لا تر اوسه نه ده په ډاکه شوې، خو که چيرته دغه حکم عملي شي، نو دا به د هند تقسيم وروسته په هندوستان کې لومړنۍ ښځه وي چې په دار به ځړول کيږي.

د شبنم د اعدام حکم صادر شوی دی. له ميريټ څخه پون جلاد راغوښتل شوی کوم چې د نربهيا کيس مجرمان يې په دار ځړولي ول. د بيهار له بکسر زندان څخه د دار ځانګړۍ رسۍ هم متهرا زندان ته راغوښتل شوې ده.

د زندان مشر، زیاته کړې چې پاون جلاد څو ځله د دار لرګۍ معاينه کړی او د هغه د ترميم ځينې ضروري سپارښتنې يې هم کړي دي.

په هندوستان کې د ښځو د اعدامولو لپاره امکانات يوازې په متهرا زندان کې موجودې دي. د اعدام دغه ځای نژدې ۱۵۰ کاله مخکې جوړ شوی دی، خو تر اوسه په کې څوک په دار نه دي ځړول شوي. د دغه اعدام ځای وضعيت ډير خراب دی، له همدې امله يې د سمولو چارې پيل شوي دي.

لا هم هيلې موجودې دي

Indien  Supreme Court in New Delhi Oberster Gerichtshof
د هندوستان ستره محکمهانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Qadri

د شبنم د اعدام پر حکم له ابتدايي محکمې څخه نيولې تر سترې محکمې پورې ټولې سلا شوي او د هندوستان ولسمشر رام نات ګوويند هم د هغې له پاره د رحم وړانديز رد کړی دی. خو د چارو کارپوهان په دې باور دي چې لا هم يو څه هيلې موجودې دي. د سترې محکمې وکيل، سارتهک چترويدي وايي چې، هغه کولای شي چې سترې محکمې ته د شبنم پر حکم باندې د يو پیا کتنې درخواست وکړي. هغه کولای شي د درملنې يوه عريضه وړاندې کړي. هغه وايي يو کس بايد تر هغه وخته چې ټولې قانونې لارې چارې پای ته نه وي رسیدلي نه بايد په دار وځړول شي.

د شبنم ۱۲ کلن زوی، تاج، هم د هندوستان له ولسمشر څخه په يوه احساساتي لیک کې داسې غوښتنه کړې ده: «ښاغلی ولسمشر صاحب، لطفا زما مور معاف کړئ.»

د جایداد هيڅ وارث نه دی پريښودل شوی

شبنم د امروهه ښار اړوند د کهيړي په نوم د يوه کلي اوسيدونکې ده. هغې د خپل مين، سليم، سره يو ځای د ۲۰۰۸م کال د اپريل مياشتې په ۱۴مه شپه، د خپلې کورنۍ ۷ غړي په قتل ورسول. په هغوی کې مور او پلار، دوه وروڼه، د ورور ميرمن، وراره او يو لس مياشتنی ماشوم شامل ول. شبنم او د هغې مين، تر دغې پيښې څو ورځې وروسته ونيول شول.

شبنم غوښتل له سلیم سره واده وکړي، خو  د دواړو کورنيو تر منځ د مالي او ټولنيز مقام له اړخه کافي توپير موجود وو چې له امله يې د شبنم کورنۍ نه غوښتل دغه واده وشي. شبنم دوه ماستريانې کړي او په يو ښوونځي کې ښوونکې وه. خو سليم یوازې له ښوونځي څخه فارغ او ورځنۍ مزدوري ېې کوله. کله چې شبنم ونیول شوه، د دوو میاشتو حامله وه. د هغې ماشوم په زندان کې زيږيدلی دی. د هندوستان د قانون له مخې ماشوم تر پنځو کلونو خپلې مور سره وي. تر هغه وروسته د دغه ماشوم پالنه بل شخص په غاړه اخيستې. هغه اوس ۱۲ کلن دی او په يوه ښوونځي کې زدکړې کوي.

Indien Neu Delhi Präsident Ram Nath Kovind
د هندوستان ولسمشر، رام نات کوويندانځور: IANS

سترې محکمې ويلي دي چې مجرمانو په نهایت چالاکۍ سره دغو قتلونو ته پوره تیاری نیولی وو. شبنم شپې تر ډوډۍ خوړلو وروسته په چای کې د خوب ګولۍ اچولې وې او کله چې دوی نور په ځان خبر نه ول، غاړې يې ورپرې کړې وې.

اعدام ته انتظار دوه خويندې

د سترې محکمې د قاضي القضات په شمول يوه درې کسيز پلاوي په خپل حکم کې ليکلي دي: «د هغو خلکو هدف دا وو چې د شبنم نه علاوه د دغې کورنۍ هيڅ وارث پاتې نه شي، تر څو وشي کړای د هغې [شبنم] د والدين پر ډير زيات جایداد باندې قبضه وکړي، کوم چې د هغې له واده سره مخالف ول.»

دوه میرنې خويندې، رينوکا شنډي او سيما ګاوټ هم اعدام ته په انتظار کې دي. پر هغوی باندې د ۱۳ ماشومانو د تښتولو او د هغوی له ډلې څخه د لږ تر لږه پنځو تنو د وژلو تور دی.

د ډيلي د ملي قانون (نشنل لا) پوهنتون د يو رپوټ په حواله، په هندوستان کې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو راپه دېخوا څه باندې ۷۵۰ نارينه اعدام شوي دي. په تيرو دوو لسیزو کې ۸ کسان اعدام شوي دي.

دویچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: