1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

سپاه پاسداران اسرائيل ته د «ترخو عواقبو» خبرداری ورکړی

۱۴۰۳ آبان ۷, دوشنبه

د ایران د سپاه پاسداران مشر خبرداری ورکړی دی چې اسرائيل به د ایران پر پوځي تاسیساتو تر حملې وروسته له «ترخو عواقبو» سره مخ شي. اسرائيل د شنبې په ورځ سهار وختي د ایران پر ځينو پوځي تاسیساتو حمله وکړه.

https://p.dw.com/p/4mIcB
د ایران د سپاه پاسداران مشر، حسین سلامي
د سپاه پاسداران مشر حسين سلامي، ويلي چې اسرائيل د شنبې ورځې هوايي حملو سره «خپلو شومو موخو ته ونه رسېد.»انځور: Vahid Salemi/AP/dpa/picture alliance

اسرائيل ته د سپاه پاسداران د خبرداري خبر، د ایران تسنیم خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۸) ورکړ.

دغه آژانس د سپاه پاسداران د مشر حسين سلامي، له قوله ويلي چې اسرائيل د شنبې ورځې هوايي حملو سره «خپلو شومو موخو ته ونه رسېد.»

سلام وویل د اسرائيل حمله د دوی د «غلطې محاسبې او بې وسې توب» یوه نخښه وبلله او اسرائيل ته ېې د «هغو نه تصور وړ ترخو عواقبو» خبرداری ورکړ، څرنګه چې ایران پلوه وسله وال ورسره په غزه او لبنان کې جګړه کوي.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو د شنبې په ورځ وختي د ایران پر یو شمېر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل او لږ وروسته ېې د عملیاتو د پای اعلان وکړ. اسرائيل ويلي چې دغه حملې ېې د اکتوبر مياشتې په سر کې پر اسرائيل د ایران د توغندویزې حملې په ځواب کې کړي دي.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو خبرداری ورکړی وو چې ایران دې پر اسرائيل د بلې حملې هڅه نه کوي. یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ويلي وو چې اسرائيل او ایران تر منځ حملې دې نور ادامه ونه لري.

د ایران نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم د اسرائيل تر حملې لږ وروسته د ایراني چارواکو له قوله وويل: «ایران هر ډول تهاجم ته ځواب ورکول خپل حق ګڼي. اسرائيل به پرته له شکه د خپل هر ډول اقدام پر وړاندې له یو مناسب غبرګون سره مخ شي.»

پر ایران د اسرائيل حملې غبرګونونو هم له ځانه سره درلودلي له هغې جملې سعودي عربستان دغه حمله غندلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل