د ایران او اسرائيل شخړه؛ آيا ترکيه به پکې ور شامله شي؟
۱۴۰۳ مهر ۱۷, سهشنبهله تېرو څو میاشتې راهېسې يو شمير هېوادونو په منځني ختیځ کې د جګړې د لمن د پراخېدو په اړه خبرداري ورکړي. پر اسرائيل باندې د ايران تر تازه بريدونو وروسته اوس دا اندېښنه نوره هم ډېره شوې ده.
ايران د منځني ختيځ له قدرتونو څخه يو دی. دويم ځواک ترکيه دی او په انقره کې حکومت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې نیټې د حماس د ترهګریزو بريدونو په ځواب په غزه تړانګه کې د اسرائيل تر بريد وروسته د فلسطينيانو ملاتړ کړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په څو ځلي پر اسرائيل باندې د «نسل وژنې» تور لګولی دی. نوموړي په کراتو پر دې هم ټینګار کړی دی چې دی حماس ته د يوه ترهګریز سازمان په توګه نه ګوري او د فلسطينيانو يادونه تل د خپلو «فلسطيني ورونو» په توګه کوي.
په هېواد کې دننه د سياسي موخو له پاره د بهرنۍ تګلارې کارول
اردوغان، په دې وروستيو کې د خپل هېواد خلک هغه وخت وبيرول چې د اکتوبر پر لومړۍ نیټه یې د ترکیې پارلمان ته په خپله وينا کې پر اسرائيل تور ولګاوه چې غواړي پر ترکیې بريد وکړي.
هغه ويلي ول: «د اسرائيل حکومت چې ليونی شوی دی، تر فلسطين او لبنان وروسته ممکن زموږ وطن هم د خپل مذهبي جنونيت يا ليونتوب هدف وګرځوي.»
ولسمشر اردوغان، زياته کړه چې د اسرائيل لومړی وزیر بنيامين نتانياهو، د اناطوليه د نیولو خوبونه ويني او «په يوه خوب پسې ځغلي.»
خو د «لندن سکول آف اکنامکس» څخه د سياسي چارو کارپوهه سيلين ناسي، د ولسمشر اردوغان څرګندونې غير حقيقي ګڼي. هغې وويل: «زما په آند دا ښکل شوې صحنه ناسمه ده. ترکيه د ناټو غړی هېواد دی او پر ترکیې بريد پر ناټو د بريد په معنا او له امريکا سره مقابله ده. پر دې سربیره اسرائيل پر ترکیې باندې د بريد هیڅ دليل نه لري.»
ناسي، وويل چې اردوغان د خپل بنسټ د قوي کولو او له فلسطينيانو سره د يووالي ښوولو هڅه کوي. له ترکيې سره په ناټو کې دويم ستر پوځ دی چې دا هېواد نه يوازې په پوځي توګه قوي کوي بلکې د اسرائيل په څېر د امريکا نږدې متحد هم دی.
د نړيوالو اړيکو پروفيسور متقاعد پروفيسور او د استانبول د بلجي پوهنتون پخوانی مشر التر توران، وايي چې د اردوغان د څرګندونو اهداف نور دي: «ولسمشر اردوغان بهرنۍ تګلاره د خپل هېواد د سياسي موخو له پاره د يوه ابراز په توګه کاروي. اسرائيل مطمئناً داسې اراده نه لري.»
هغه وويل چې انقره په هېواد کې دننه د سياسي ناکاميو له کبله نورو مسئلو ته د پام اړولو هڅه کوي. نوموړی زياتوي چې ترکيه د اقتصادي بحران ښکار ده او اردوغان له تېرو سيمه ایزو ټاکنو راهېسې وار په وار سياسي ملاتړ له لاسه ورکوي.
ترکيه به مداخله وکړي؟
د التر توران، په حواله په جګړه کې د یوه اړخ د جوړېدو د ترکیې امکانات صفر دي. نوموړې پر دې خبره ټینګار وکړ: «ترکيه به په دې شخړه کې په فعاله توګه ونډه وانخلي ځکه چې په انقره کې حکمت نه غواړي چې د جګړې برخه شي.»
انقره به د اسرائيل له لوري پر ايران د غچ اخیستنې د عملياتو منظوري ور نه کړي، ځکه ترکيه غواړي له ایران سره له لېرې دوستي وپالي. توران، وايي که څه هم چې د ترکيې حکومت تهران ته ممکن د اخلاقي مرستې وړاندیز وکړي خو تر دې به وړاندې ولاړ نه شي.
کارپوهه سيلين ناسي، په دې اړه داسې توضیحات ورکوي: «د ترکیې د حکومت فلسطين پلوه او اسرائيل ضد دريځ دا ناسم تصور رامنځته کړی دی چې ترکيه د ايران او د هغه د مليشو ملاتړ کوي. دا ناسمه خبره ده.»
ناسي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې ترکيې د خپل اقتصاد پياوړي کولو ته پام اړولی دی او سيمه ایز ټکر به د بې ثباتۍ د ډيرېدو باعث وګرځي. ناسي وويل: «ترکيه به د اسرائيل له پوځ سره مخامخ نه شي.»
سيال خو له خپل منځني درناوي سره
په قطر کې د ترکیې پخواني سفير مدحت رېندې، چې د سيمې پر جغرافيايي حرکاتو نظر لري، وويل چې ترکيه، ايران او سعودي عربستان به «د ماضي په څېر له يو بل سره سيالۍ ته دوام ورکړي.» هغه وويل: «ترکيه له ايران سره په احتياط او د درناوي پر بنسټ ولاړې» اړيکي پالي، ګني دا په داسې حال کې ده چې کله د سيمه ایزو شخړو خبره وي نو د تهران او انقره دريځ اکثره وخت مختلف وي.»
رېندې، وويل: «ترکيه نه غواړي ايران په سيمه کې خپل نفوذ د هغو غيرو دولتي عناصرو له لاري چې دغه هېواد یې ملاتړ کوي او وسلې ورکوي، پراخ کړي. پر دې سربيره ترکيه د سيمې د نورو هېوادونو سره په هغه هلو ځلو کې هم شريکه ده چې د ايران پر يوه اتومي ځواک د بدليدو د مخنيوي په موخه یې کوي.»
ترکيه حزب الله ته په کومه سترګه ګوري؟
د دې دواړو سيمه ایز قدرتونو [ايران او ترکيې] ترمنځ بنسټیز اختلاف له اسلام څخه د دوی د بېلا بېلو تشريحاتو پر اساس ولاړ دی. ترکيه يو سني هېواد دی او د اردوغان حکومت په اصل کې د حماس په څېر سني ډلو ملاتړ کوي، هغه ډله چې اروپايي اتحادیې او امريکا د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.
برعکس د ايران د نفوس اکثريت یې بيا شعيه مذهبه دي. همدا علت دی چې د ايران او د شعيه ډلو، يعني په لبنان کې د حزب الله او يمن کې د حوثي ياغيانو ترمنځ ژورې اړيکي موجودې دي.
همدا مذهبي او سياسي توپيرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ جغرافيايي سياسي اتحاد تشکيلوي.
دا ډول توپيرونه د انقرې له خوا د تسليت په پېغام کې هم منعکسيږي. يعني کله چې د حماس مشر اسماعيل هنيه، ووژل شو نو اردوغان يوه ورځې رسمي وير اعلان کړ. خو د حزب الله د مشر حسن نصرالله، پر وژل کيدو یې که څه هم چې د لبنان له خلکو سره يووالي څرګند کړ، خو د نصر الله نوم یې ياد نه کړ. التر توران، وايي: «دا د درک وړ ده او حیرانوونکې خبره نه ده چې د خواخوږۍ په ښکاره کولو کې مقايسه ونه ليدل شوه.»
ب. ص/ ن. ز (بوراک اونويرين)