1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران او روسیې زیاتیدونکي دفاعي مشارکت امریکا انديښمنه کړې

۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه

واشنګټن د مسکو او تهران ترمنځ د مخ پر ډیریدونکي دفاعي همکارۍ په حواله خبرداری ورکړی دی. امریکا پر روسیې تور لګولی دی چې دغه هیواد ایران ته د هوایي دفاع سیستم په ګډون نوي پوځي وسلې او تجهیزات ورکوي.

https://p.dw.com/p/4KlPg
USA John Kirby
انځور: Patrick Semansky/AP Photo/picture alliance

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار ویاند جان کربي دغه تورونه د امریکا د استخباراتي ادارو د حوالې په ورکولو سره تائید کړي دي. نوموړي وویل چې روسیه له ایران سره «په غیر عادي کچه پوځي او تخنیکي همکاري کوي چې له امله یي د دواړو خپل منځي اړیکې په بشپړ ډول په دفاعي مشارکت بدل شوي دي.»

واشنګټن مخکې تر دې هم د روسیې او ایران ترمنځ امنیتي همکاري غندلې ده، خو د جمعې په ورځ یي وویل چې دغه همکاري ډیره پراخه شوې ده چې په هغې کې چورلکې، جنګي الوتکې او ډرونونه هم شامل دي، له همدې امله امریکا مجبوره شوه پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

کربي وویل چې د اوکراین د شخړې په پام کې نیولو سره روسیه او ایران د روسیې په خاوره کې د بی پیلوټه الوتکو د یوې نوې فاریکې پر جوړولو غور کوي. روسیه ایراني پیلوټانو ته د سخوئې-۳۵ جنګي الوتکو روزنه هم ورکوي. دغه الوتکې به په یوه کال کې دننه ایران ته وسپارل شي.

روسیه او ایران غواړي خپل اقتصادي روابط پراخ کړي

کربي ویلي: «له دې جنګي الوتکو سره به یقیناً د خپلو سیمه ایزو ګاونډیانو په مقابل کې د ایران هوایي ځواک پیاوړی شي.»

لویدیځ هیوادونه تور لګوي چې ایران روسیې ته بې پيلوټه الوتکې ورکوي چې هغه یي د اوکراین پر وړاندې جګړه کې کاروي. تهران تیره میاشت روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په ورکولو اعتراف کړی و، خو ویلي يي وو چې دا یې پر اوکراین د مسکو تر پوځي عملیاتو مخکې صادر کړي وو.

 ایران جوړ بی پيلوټه الوتکې
ایران جوړ بی پيلوټه الوتکېانځور: SalamPix/abaca/picture alliance

په همدې ارتباط د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر روسیې د نوو بندیزونو په اړه یوه اعلامیه کې وویل: «امریکا به د دا ډول انتقال د مخنیوي په خاطر له هرې ممکنه لارې څخه کار واخلي او هر څوک چې په دغو فعالیتونو کې ښکیل وي پایلې به یې وویني.» 

«شرمناک تړونونه»

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمس کلیورلي، د مسکو او تهران ترمنځ پر شوو «شرموونکو تړونونو» انتقاد کولو سره وویل چې ایران مسکو ته د «پوځي او تخنیکي مرستې» په بدل کې بی پیلوټه الوتکې (ډرون) استولي دي.

هغه وویل چې له دې سره به «په منځني ختیځ کې زمونږ متحدینو او نړیوال امنیت ته متوجه خطرونه لا زیات شي.» نوموړي ژمنه وکړه چې «بریتانیا به د دې خطرناک اتحاد بربنډونه جاري وساتي او هیواد یې د دې کار له پاره دغه دواړه هیوادونه ګرم بولي.»

ایران: له روسیې سره د ۴۰ میلیارد ډالرو تړون نهايي کیږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د بریتانیې سفیرې باربرا وودورد، په مستقیم ډول د روسیې د سفیر پر وینا کومه تبصره ونه کړه، خو یوازې همدومره یي وویل چې اوکراین له روسیې څخه د خپل دفاع کولو حق لري.

باربرا وودورد وویل: «بریتانیا فکر کوي چې له ایران څخه د وسلو پیرودل د نړیوالو قوانینو نقضول دي. روسیه اوس له ایران څخه د بالستیک توغندیو ترلاسه کولو کوښښ کوي او د شمالي کوریا په شان هیوادونو سره تړونونه کوي.»

بل لور ته مسکو پر لویدیځ تور لګولی دی چې اوکراین ته وسلې استوي. روسیې ویلي دي چې دغه وسلې نه یوازې دا چې په اروپا، بلکې په افریقا او منځني ختیځ کې هم د غلطو افرادو لاسونو ته لویدلی شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویسلي نیبازینیا، په دې ارتباط د نایجیریا د ولسمشر محمدو بهاري، وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه چې ویلي يې ول چې له اوکراین څخه وسلې او جنګیالي د چاد جهيل سیمې ته رسیږي او دا له افراطي ډلو سره مرسته کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص