1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د بريتانيا سفير خبريالانو د ملاتړ په خاطر احضار کړ

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

ایران د بريتانيا سفير، سایمن شیرکلیف احضار کړ. نوموړي د اګست په ١٧مه په يوه ټويټ کې ليکلي وو چې په ايران کې خبريالان خوندي نه دي او له اسلامي جمهوريت څخه يې غوښتي ول چې په خپلسرانه توگه نيول سوي کسان دې آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/4UzZh
Iran I  Gebäude des Außenministerium
انځور: Irna

د ایرنا خبري اژانس د اګست په اتلسمه نیټه په ایران کښې د انګلستان د سفیر سایمن شیرکلیف د احضارولو خبر ورکړ. ياد خبري آژانس ليکلي چې په دې احضارونه کې د دپلوماتیکو مقرراتو څخه بهر د پوستونو په اړه  د هیواد  سخت اعتراضونه د هغه سره شريک کړل شول.

د دې احضارولو لامل پر ايکس شبکه چې په ټويټر هم پېژندل کيږي د سفير سایمن شیرکلیف هغه پيغام بلل کيږي چې نوموړي د اګست په ۱۷ په ایران کې د خبریالانو د ورځې په مناسبت خپور کړی و.

هغه لیکلي وو چې هغه خبریالانو ته درناوی وړاندې کوي چې » د دوی کار کولو ته اجازه نه ورکول کیږي او خوندیتوب يې په خطر کې دی«. هغه له اسلامي جمهوریته غوښتي وو چې د خبریالانو په ګډون هغه کسان چې په خپلسري توگه نیول سوي، ازاد کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لوېدیځې اروپا لپاره مشر، مجید نیلی احمدابادی، د دغه ټویټ په غبرګون کې، دا «د بې غورۍ، غیر مسؤلانه« او »په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ښکاره بیلګه« وبلله. هغه وویل: »دا د ایران اسلامي جمهوریت دی او اجازه به ورنکړو چې د ایران د اسلامي جمهوریت حاکمیت په خپلسرو اقداماتو سره له پامه وغورځول سی«.

د ايراند کورنيو رسنيو د معلوماتو له مخې، له تير کال راهيسې په دغه هيواد کې تر سلو زيات خبريالان نيول سوي او بنديان سوي او يو شمير يې احضار سوي او ګواښل سوي دي.

د بې سرحده خبريالانو سازمان د روان کال د مې په مياشت کې د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت ليکلي وو چې اسلامي جمهوريت له شمالي کوريا، چين او ويتنام وروسته د نړۍ د ١٨٠ هېوادونو په کتار کې په ١٧٧ نمبر کې دى او د رسنيو د ازادۍد جدول په سر کې درېم ځاى لري.

ص.ز/ ا.ا