1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایرانی - سویډنی وګړی حبیب اسیود اعدام شو

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د ایران اسلامي جمهوریت قضائیه قوې په ځمکه کې د فساد په تور د "حرکت النضال" ډلي د پخوانې مشر حبیب اسیود د اعدام خبر ورکړ.

https://p.dw.com/p/4QymX
حبیب اسیود ایرانی سویډنی وګړی
حبیب اسیود ایرانی سویډنی وګړیانځور: fararo

حبیب اسيود د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په مياشت کې د يوې نړيوالې قاچاق وړونکې ډلې په مرسته ترکيې ته د سفر پر مهال تر تښتولو وروسته ايران ته يوړل شو.

د ایران قضائیه قوې رسنیز مرکز د شنبې په ورځ د غويي میاشتې پر۱۶مه نیټه سهار اعلان وکړ چې حبیب فرج‌الله چعب چې په "حبیب اسیود" مشهور وو، په ځمکه کې د فساد او "د حرکت النضال" ډلې د رهبرۍ په تور اعدام شوی.

حبیب اسیود د ۱۳۹۷ لمریز کال د وږې میاشتي پر۱۶ نیټه د ایران په اهواز ښار د دې هیواد د وسله والو ځواکونو د نظامي پرېډ يا رژې د برید پر پلان جوړولو تورن وو. په یاد برید کې ۲۵ کسان وژل شوي ول.

اسلامي جمهوریت «حرکت النضال» یوه تروریستي ډله او په دولتي ځایونو کې د بمي چاودنو او وسله والو غلاوو لامل بولي.

ایران کابو ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي

۵۰ کلن حبیب اسیود  د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې په مياشت کې ترکیې ته د سفر پر مهال تر تښتولو وروسته ایران ته یوړل شوو. ویل کیږې هغه عادلانه محکمې او خپل وکیل ته لاسرسی نه درلود.

د ویلو ده چې د ایران اسلامي جمهوریت پر غربي هیوادونو د فشار راوړلو او له دې هیوادونو سره د خپلو بندیانو د تبادلې په موخه دوه ګوني تابعیت لرونکي تښتوې.

د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو اسیود د یوې نړیوالې قاچاق وړونکې ډلې په مرسته تښتولی وو.

د ایران دولتي ټلویزیون د اسیود اعتراف خپور کړ.

ایران دوه نور کسان د اعتراضونو سره په تړاو اعدام کړي

که څه هم حبیب اسیود د استیناف غوښتنه کړې وه، خو د ایران قضائیه قوې عالي دیوان د حوت میاشتې په وروستیو کې د هغه د اعدام پریکړه تایید کړه.

سویډن د دغه فرمان صادرول غندلي وه او هغه یې یو «غیر انساني» عمل بللی وو.

ایران: څلور کسان د اسرائیلو سره د همکارۍ په تور اعدام سول