1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په عمان خلیج کې حوثیانو ته لېږدېدونکي ایرانۍ وسلې نېول شوي»

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

د امریکا سمندري ځواکونو د عمان خلیج په اوبو کې يوې راوني کښتۍ کې تر ۲۰۰۰ ډېرې وسلې موندلې دي. څېړنې ښيي چې د وسلو دا ټولګه د ایران لخوا په یمن کې حوثي ځواکونو ته لېږدول کېدله.

https://p.dw.com/p/4M7dj
یمن ادعا کړې چې ایراني بیړۍ یې له وسلو سره نېولې
یمن ادعا کړې چې ایراني بیړۍ یې له وسلو سره نېولېانځور: picture-alliance/AP Photo

په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو ویاند تیموتي هوکینز د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۱۰) اعلان وکړ چې په عمان خلیج کې په یوه کښتۍ کې یې تر ۲۱۰۰ ډېر اتومات کلاشېنکوفونه موندلي دي.

ویل شوي دي چې دا ښايي ایرانۍ وسلې وي، چې د حوثي جنګیالیو د ملاتړ له پاره یمن ته پر لاره وې. د وسلو دا ټولګه، تېره جمعه د امریکا د سمندري ځواکونو د ګزمې پرمهال په یوه کښتۍ کې کشف او ضبط شوې ده.

«سعودي عربستان د يمن جګړه بايللې ده»

د هاوکینز په خبره ټوپکونه د کلاشینکوفونو ډولونو ته ورته دي چې په شنو تارونو کې په جلا جلا ډول پوښل شوي ول. کارپوهانو خپرو شویو انځورونو ته په کتو ویلي دي چې دا ښايي د چین جوړې شوې T-56  او د روسیې 56   Type ډوله وسلې وي.

دا وسلې د «یو اس اس مونسون» او د توغندي ویجاړونکي «یو اس اس سالیوانز» په نوم د ګزمۍ یوې کښتۍ ضبط کړي دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بیړۍ ویاند په دې اړه ایسوشیتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د کښتۍ د لارې نېولو پرمهال متوجه شول چې دا هغه لاره ده چې د تاریخ په اوږدو کې په یمن کې حوثیانو ته د وسلو رسولو له پاره کارول کېده او «یمنۍ عملې د وسلو پخلی کړی.» د هاوکنیز په وینا یمني عمله به بیرته خپل هيواد ته وګرځي.

ایران تل حوثیانو ته د وسلو لېږدول رد کړي، ان هغه مهال چې توپونه، لاسي بمونه او راکټونه یې لېږدول.

خو لوېدیځ هيوادونه او د ملګرو ملتونو کارپوهان د څېړنو له مخې دې پایلې ته رسېدلي دي چې د دې وسلو اصلي لېږدونکی ایران دی. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ تېره ورځ په دې اړه ځواب ورنه کړ.

اړوند مطالب:یمن کې تازه جګړې؛ ۳۵ ځواکونه وژل شوي دی

د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ د تېر دسمبر مياشتي په لومړیو کې هم د یوې میاشتې په لړ کې د درنو وسلو یوه ټولګه یمن ته د قاچاق پرمهال کشف کړې او په دې اړه یې په خپله ویناپاڼه کې ټینګار کړی و چې په یمن کې حوثیانو ته په مستقیم او یا غیرمستیقیم ډول د وسلو واردات، پلور او یا د وسلو لېږدول له نړېوالو قوانینو او د امنیت شورا د ۲۲۱۶ ګڼې پریکړه لیک څخه سرغړونه ده.

اړوند مطالب:د یمن جګړه څرنګه متحده عربي اماراتو ته ورسېده؟

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۴م کال کې یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې حوثي ملیشو ته د هر ډول وسلو رسول او پوځي مرستې منع شوي.

په همدې حال کې ایران په تېرو کلونو کې په زیاته کچه پوځي تجهیزات، بې پیلوټه الوتکې او توغندي حوثي ياغيانو ته ورکړي دي.

یمن د عربي نړۍ تر ټولو بې وزلی هيواد دی چې د کورنۍ جګړو له پيل سره سم میلیونونه کسان د جنګ او یا هم لوږې وژلي، معلول شوي او له هيواده وتلي دي.

ملګرو ملتونو د یمن کورنۍ جنګ په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر بشري ناورین اعلان بللی دی.