ايرانی داخله وزير: د مهسا په مړينه کي پوليس ملامت نه دي
۱۴۰۱ مهر ۲, شنبهد ايرنا خبري آژانس د خبر له مخي د ايران داخله وزير احمد وحيدي د ۲۲ کلنې ايرانۍ مېرمنې مهسا اميري په مړينه کي د پوليسو پړه رده کړې ده. نوموړي ويلي: »تر مړيني وروسته طبي معاينو ښودلې ده چي نه وهلو يا ضربو صورت نيولی او نه هم کوپړۍ ماته سوېده.« ياد آژانس د داخله وزير دا څرگندونې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۲۴نېټه) خپرې کړي دي. د ايراني وزير وحيدي په وينا د دغي قضيې په پايله کي رامنځته سوي احتجاجونه د يو ناسم تعبير نتيجه دي.
د آلمان کيڼ ګوند د ايرانيانو په پناه غوښتنه کې آساني غوښتې ده
مهسا اميني تقريبا يوه اونۍ تر مخه په تهران کي د پوليسو له خوا په دې تور ونيول سوه چي گواکي د حجاب اصول يې نه ول مراعت کړي. پر هغې تور ؤ چي حجاب يې داسي نه ؤ پر سر کړی چي د سر ټول ورېښتان يې پټ وي، بلکې د ورېښتانو يوه برخه يې معلومېدله. مهسا اميني د پوليسو په قومنداني کي بېهوښه سوې او کوما ته لوېدلې وه او بيا روغتون ته انتقال کړل سوې وه. هغه د سپتامبر په ۱۶مه د تهران په يو روغتون کي مړه سوه.
ایراني پوليس ادعا کوي چي مهسا اميني د زړه د حملې له کبله کوما ته لوېدلې او بيا مړه سوې ده . خو تنقيد کوونکي وايي چي هغه تر مخه د ایران د محتسب پوليسو له خوا وهل سوې وه او له کبله يې ويني دماغ ته داخلي سوي وې. خو پوليس د موضوع دغه بڼه په بشپړه توگه ردوي.
په ایران کې د احتجاجونو دوام؛ د وژل شویو شمېر لسو کسانو ته رسېدلی
د مهسا اميني مړينه په ټول ايران کي د احتجاجونو لامل سوه. په دغو احتجاجونو کي د تر لسو څخه د زياتو انسانانو د وژل کېدو او د زيات شمېر نورو د ژوبل کېدو خبرونه ورکول سوي دي. د دغو احتجاجونو له کبله د ايران په بعضو سيمو کي انټرنټ ته هم لاسرسی محدود کړل سوی دی.
د مهسا اميني پلار د عدلي طب وروستي راپورونه تنقيد کړي دي. هغه وايي چي لور يې د زړه هيڅ ډول ناروغي نه لرله او په وينا يې له دې کبله د زړه له وجې مړينه هم ممکنه نه ده.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.