داعش په کابل کې د چاودنې مسئولیت منلی دی
۱۴۰۳ مرداد ۲۲, دوشنبهداعش وسله والې ډلې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه کوچني مسافروړونکي بس د چاودنې مسئولیت منلی دی. په دغه چاودنه کې یو کس ووژل شو او ۱۱ نور ټپیان شول.
دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دغه چاودنه د یوه مقاطیسي ماین په مرسته شوې ده، چې پکې یو کس وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.
د کابل له پاره د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران د دوشنبې په ورځ دا چاودنه او اوښتې مرګ ژوبله تائید کړې ده. هغه ویلي دي، چې په دې اړه څېړنې هم روانې دي.
د کابل دښت برچي سیمه ډېر کله د داعش د بریدونو هدف ګرځي. دغې ډلې د افغانستان شیعه مېشتو سیمو کې په خپلو لویو بریدونو کې ښوونځي، روغتونونونه او مجسدونه په نښه کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ځانمرګي بریدونه او چاودنې کمې شوي دي؛ خو د داعش خراسان څانګې لا هم په دغه هيواد کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
OD.nk, pa (ap)