۱۴۰۳ آبان ۱۱, جمعهد پاکستان پلازمېنه اسلام اباد چې له تیرو دوو لسیزو راهیسې پکې د پښتنو مېشتېدل زیات شوي، اوس ځینې په دې باور دي، چې دغه ښار د پښتنو په ښار بدلېږي. یادې پلازمېنې ته له پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو سربیره له کراچۍ هم ډېر پښتانه د روزګار، کاروبار، زده کړو او ارامه ژوند په موخه تللي او هم هلته مېشت شوي دي. خدای نور ناصر یې نور جزييات په دې رپوټ کې راکوي