1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل: په لبنان کي د حزب الله پر۳۰۰ هدفونو بریدونه سوی دی

۱۴۰۳ آبان ۱, سه‌شنبه

په لبنان کي د حزب الله پر مالي سکتور باندي د اسرائیل د بریدونو تر پراخیدو وروسته، د اسرائیل د خپلو معلوماتو له مخي د دغې ملیشې پر شاوخوا ۳۰۰ هدفونو باندي بریدونه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4m4vx
په بيروت کې د د الکرد الحسن انجمن څانګه
لبنان، بيروتانځور: Hassan Ammar/AP/dpa/picture alliance

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ څرگنده کړه: «یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي پر شاوخوا ۳۰۰ هدفونو باندي بریدونه سوي دي.» د دغو معلوماتو له مخي د القرض ال -حسن پر مالي کمپنۍ باندي بریدونو کي یو سنگر هم شامل وو چي پکښي نغدي پیسې، او په لسونو میلیونونو ډالرو په ارزښت سره زر ذخیره سوي ول.

داسرائیل  پوځ د دوشنبې له ماښام راهیسي د حزب الله  ملیشې مالي سیستم په نخښه کړی او دفترونه یې له هوا څخه تر برید لاندي راوستي دي.

د پوځ د مشر هیرزی هالیوي په حواله د یکشنبې له ماښام راهیسي د القرض الحسن د مالي کمپنۍ ۳۰ هدفونه ویشتل سوي دي. د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت په حواله القرض الحسن د حزب الله لخوا د مالي فعالیتونو د پټولو او نړیوال مالي سیسټم ته د لاسرسي له پاره د یوې جبهې په توګه کارول کیږي.

د اسرائیل  د پوځ ویاند دانیل هاگاري، د دوشنبې په ورځ وویل چي «د تیرې شپې د برید یو مهم هدف د میلیونونو ډالرو په ارزښت نغدو پیسو او سرو زرو ډکه تر مځکې لاندي یوه تجرۍ وه چي له پیسو څخه یې پر اسرائیل باندي د حزب الله د هدفونو د مالي ملاتړ له پاره کار اخیستل کیده.»

پهلبنان کي د هغه ځای د روغتیا وزارت په حواله د دوشنبه په ماښام د اسرائیل د هوايي بریدونو په نتیجه کي د لبنان تر ټولو ستر روغتون ته نیژدې څلور انسانان وژل سوي دي.

حریري روغتون ته نیژدې هم د نوموړي برید په نتیجه کي ۲۴ کسان ټپیان سوي دي. مخکي له دې دغه وزارت خبر ورکړی وو چي د لبنان په ختیځ کي د اسرائیل د یوه برید په نتیجه کي ۶ انسانان وژل سوي دي.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر اومه پر اسرائیل باندي دفلسطیني  سازمان حماس تر ستر برید، او له امله یې په غزه کي د جگړې له پیل کیدو وروسته، د حماس او ایران په ملاتړ حزب الله ملیشو د اسرائیل پر شمال باندي د پرله پسې بریدونو په ترسره کولو سره د اسرائیل په وړاندي دوهمه جبهه پرانیستې ده.

اسرائیل یې د غبرگون په توگه په لبنان کي هدفونه وویشتل. د اسرائیل  پوځ له یو څو اونیو راهیسي پر لبنان باندي خپل بریدونه په ښکاره توگه ډیر کړي دي. سربیره پردې یې له شاوخوا دریو اونیو راهیسي، د حزب الله پر وړاندي د دغه گاونډي هیواد په جنوبي برخه کي مځکني عملیات هم پیل کړي دي.

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

  GP/NZ/AG