اسرائیلو د غزې په تراډه کي هدفونه په نښه کړي
۱۴۰۰ فروردین ۲۸, شنبهاسراییلي پوځ د شنبې په شپه وویل « ددغه غچ اخیستونکي برید هدف د حماس په نامه اسلامي ډلي د تمریناتو یو مرکز، د هوایی دفاع مرکز، د کانکریټو د تولید تاسیسات او د تونلونو سیستمونه ول.»
د غزې په تراډه کي وسله والو فلسطینانو څو وخته مخکي لکه د پنجشنبې په ورځ پر اسراییلي سیمو یو توغندی وتوغاوه. د اسراییلي پوځ په حواله د جمعې د ورځي په ماښام د حولیت او سدي ابراهام په سیمه کي د خبرداري الارم وږغول سو. د رپوټونو په حواله دغه راکټ پر یوه سرخلاصه سیمه ولگید خو کوم زیان یې نه دی رسولی. یوه ورځ مخکي لا اسراییلي هوایی ځواکونو د دغه راکټ تر توغولو وروسته، د غزې په تراډه کي د حماس ترکنترول لاندي سیمي تر خپل هدف لاندي راوستې.
اسراییلو په ۲۰۰۷ م کال کي د غزې د تراډي محاصره لا پسي شدیده کړه چي په دې ترڅ کي یې د مصر له خوا ملاتړ کیږي. دواړه هیوادونه دا ټول اقدامات د خپلو امنیتي گټو د ساتني له پاره یو دلیل بولي. د اسراییلو تر سخت کنترول لاندي ساحلي سیمه کي چی له نورو جلا سوې، شاوخوا دوه میلیونه انسانان تر ناوړه شرایطو لاندي ژوند کوي. د حماس ډله د اسراییلو، امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا د ترهگري سازمان په توگه درجه بندي سوې ده.
GP/NS/AG