د اسرائیل او حماس ترهگري ډلي ترمنځ جگړه دوام لري
۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعهپر اسرائيل باندې د حماس ترهګري ډلي دغه ناببره برید د ۱۹۷۳م کال د یوم کیپور جګړې ته ورته بلل سوی دی چې پوره ۵۰ کاله وروسته بیا وسو.
په هغه وخت کې د مصر په مشرتوب د عربي هېوادونو داسې یو برید کړی وو چې له ۶ ورځو وروسته د مصر او سوریې د ماتې لامل سو، خو دې جګړې د یهودانو ملي او مذهبي روح ته ډېر زیانونه اړولې وه.
اوس په اسرائیل کې د جګړې د بعدونو او تلفاتو شمیره بې ساري ښودل سوې ده او د اسرائیل حکومت ویلي دي چې خلک باید د اوږدې جګړې له پاره چمتووالی ونیسي.
پر حماس باندې د اسرائيل ۷۵۰ بریدونه
اسرائیل اعلان وکړ چې تېر ماښام (پنجشنبه، د اکتوبر ۱۲مه) یې په غزه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو پرضد ۷۵۰ هوايي بریدونه کړي دي. د دې اهدافو په منځ کې، ۱۲ څو پوړیز برجونه لیدل کیدل، چیرې چې د حماس شتمنۍ وې.
د دغو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د حماس درې وسله وال او په غزه کې یو پوځی مرکز په نښه سوی دی، چې په تېرو ورځو کې یې پر اسرائیل د هاوانونو د بریدونو مسوولیت پرغاړه درلود.
په دغو بریدونو کې تونلونه، د حماس د غړو استوګنځایونه، او په ځانګړې توګه د دې ډلې د رهبرۍ ځینې کدرونه، پوځي تاسیسات لکه د وسلو ګودامونه د هغو هدفونو له جملې څخه شمیرل سوي، چې تېر ماښام پرې د اسرائیل پوځ هوایې بریدونه کړي دي.
اسرائیل د غزې شمالي اوسېدونکو ته: له سیمې ووځئ
د ملګرو ملتونو ویاند وايي چې د اسرائیل پوځ تېر ماښام دغه نړیوال سازمان ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې په شمال کې مېشت ټول فلسطینیان باید په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له دغه سیمې څخه ووځي.
د هغه په وينا، د دې سيمې د اوسېدونکو شمېر شاوخوا يو ميليون او سل زره کسان اټکل سوى دى.
څو ساعته وروسته د اسرائیل پوځ په رسمي ډول د غزې له اوسېدونکو وغوښتل چې د خپل ځان د خوندیتوب له پاره له دغي سیمې څخه ووځي.
د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړه چې د اسرائیل پوځ په دغه خبرداری کې د دغه سازمان کارکوونکي هم شامل دي.
هغه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، چې دغه حالت بېله دې چې د خلکو له پاره د تباهۍ پرته بل څه نه سي کيداى، ده د اسرائيل د دغې پريکړې د لغوه کيدو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو یوه ویاند خبرداری ورکړ چې دا پریکړه کولای سي «اوسنی بد وضعیت نور هم ویجاړونکی» کړي.
راپورونه وايي چې اسرائیل به ښايي د جمعې یا شنبې په ورځ پر غزې ځمکني برید وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک د ځینو کسانو نیوکې رد کړي دي چې ګواکې د جرمني حکومت له اسرائیل څخه د جرمني اتباعو د ایستلو له پاره کافي اقدامات نه دي کړي.
هغې په ټینګار سره وویل: «ځینې خلک تل وايي چې دا اقدام به کافي نه وې، خو زه له لومړۍ ورځې راهیسې په اسرائیل کې د المان د سفارت له ټولو کړنو خبره یمه.»
بربوک په یوه ټلویزیوني خپرونه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د پوځي جګړې د دوام او همدا راز په اسرائیل کې د شاوخوا سل زرو جرمني او یا هم هلته د دوه ګوني جرمني اتباعو شتون ته په اشارې سره زیاته کړه: «دا یو عادي حالت نه دی چې هر څوک دي هوايي ډګر ته ولاړ سي، ټکټونه واخلي او له اسرائیل څخه ووځي.»
د هغې په خبره، که له دغو ټولو اتباعو څخه وغوښتل سي چې له اسرائيل څخه د چټک وتلو له پاره هوايي ډګر ته ولاړ سي، نو «مطلق ګډوډي» به رامنځته سي.
د المان د بهرنیو چارو وزیري هم له اسرائیل څخه د الماني اتباعو د ژر تر ژره وتلو له پاره د خپل هیواد د پریکړو پردوام ټینګار وکړ.
پر اسرائیل باندې د حماس د ترهګریز برید له پیل راهیسې، د دې سازمان د وسله والو له خوا د یو شمیر الماني اتباعو د وژل کیدو او یا د هغوی د یرغمل کیدو په اړه ډیر رپوټونه خپاره سوي دي.
د جرمني ادارو په تېره بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې په دې برخه کې دې راپورونه په دقیق ډول وڅېړي.
اسرائیل د ترهګرو بشپړ لیست له ځانه سره لري
د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر ۱۲مه) اعلان وکړ چې جنګي الوتکو یې د حماس پر هغه مرکز برید کړی دی چې د اسرائیل د ځواکونو فعالیتونه یې څارل. د دغه رپوټونو له مخې په دغه حمله کښې د حماس دوه وسله وال کسان وژل سوي دي.
د اسرائیل د هوايي ځواکونو قومندان هم ټینګار کړی دی چې دا هیواد «د ټولو هغو کسانو نوملړ لري چې د اسرائیل پر خلاف په جنایتونو کې یې برخه اخیستې ده.»
د اسرائیل د پوځ ویاند د پنجشنبې په ماښام وویل چې هیواد به یې «په ټول منځني ختیځ کې د خپلو امنیتي ګټو د ساتنې له پاره اقدام وکړي.»
دانیل هګاري زیاته کړه چې دا قدمونه به «په ټولو برخو کې او په هر وخت کې چې د اسرائیل امنیت ته ګواښ وي وجود ولري.»
ص.ذ/ن.ز