سوريه وايي د اسرائيل توغندي يې خنثی کړي دي
۱۳۹۹ دی ۵, جمعهد فرانسې خبري آژانس خبر ورکړ چې د اسرائيل پوځ د جمعې په شپه (د دسمبر ۲۵مه) څو توغندي د حما ولایت پر لور فیر کړل.
د سوريې د حکومتي آژانسونو په حواله، د سوريې د توغنديو دفاعي سیستم توانيدلی چې دغه توغندي چې د حما ولایت د مسجف ښار په استقامت فیر شوي ول، تعقيب او خنثی کړي.
د سورېې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي دي چې د دغو توغندويزو حملو موخه، د بشار الاسد او ايراني ملیشو مرکزونه وه. دغه سازمان چې مقر يې په لندن کې دی په دې اړه يې ډير جزئيات نه دي خپاره کړي.
ياد سازمان د نومبر مياشتې په وروستيو کې رپوټ ورکړی وو چې په سوريه کې د ايران پر اډو د اسرائيل په توغندويزو بريدونو کې څه باندې ۴۰ ایران ته وفاداره مليشې وژل شوي دي. د بشري حقونو دغه سازمان دا ډول معلومات د هغو افرادو څخه چې په سوريې کې يې لري په لاس راوړي، له همدې کبله د دغو معلوماتو د حقیقت والي تائيد، د خپلواکو سرچينو له خوا سخت دی.
اسرائيل تر اوسه د تیرې شپې توغندويزې حملې په اړه څه نه دي ويلي.
په ۲۰۱۱م کال په سوريه کې د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې د اسرائيل پوځ په کراتو د بشارالاسد او د هغه پر ايراني متحدانو هوايي حملې تر سره کړي دي، خو ټولې حملې يې نه دي تائيد کړي. اسرائيل غواړي په دا ډول حملو سره په سوريه کې د ايران د نفود مخنيوی وکړي.
دويچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.