اسرائیل خپلو وګړو ته اماراتو ته د سفر په هکله خبرداری ورکړی
۱۴۰۰ فروردین ۱۰, سهشنبهد اسرائیل د ملي امنیت ادارې د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد اتباعو ته سپارښتنه کړې ده چې اماراتو او د سیمې نورو هیوادونو ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د دغه ادارې له نظره اسرائیلي اتباع په متحده عربي اماراتو کې دوبۍ او ابو ظبۍ او همداشان بحرین ته باید سفرونه و نه کړي.
د فارس خلیج دغو دواړو هیوادونو تیرکال د امريکا متحده ایالاتو په منځګړتوب، له اسرائیل سره خپلې اړیکي عادي حالت ته راوستې. په اسرائیل کې دغه څه د یوه تاریخي ګام په توګه ارزول کیږي.
د یاد بنسټ له تروریزم سره د مبارزې ادارې په یوه بیانیه کې په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې ده: «موږ ګومان کوو چې په راتلونکې کې به بیا هم ایران، اسرائیلي اهدافو ته د ضربه رسولو هڅې وکړي.»
په دغه بیانیه کې د یو شمیر هیوادونو نومونه یاد شوي دي چې ګومان کیږي د اسرائیل د اتباعو له پاره نا امنه وي. په دغه نوملړ کې د ګرجستان، آذربایجان، ابو ظبۍ، دوبۍ، بحرین، په عراق او ترکیه کې د کردستان سیمې، اردن او مصر شامل دي.
تیرکال د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ تر یوې توافقنامې وروسته، دغه هیواد د اسرائیلي اتباعو له پاره د سیاحت په یوه په زړه پورې ځای اوښتی او د دولت پر خبرداریو سربیره زیات خلک د فارس سیمې ته د تفریح له پاره سفر کوي.
په وروستیو کې د کرونا وبا له کبله اماراتو ته د سفر کولو شوق تر یوه حده راکم شوی وو، خو په اسرائیل کې د کرونا ضد بریالي واکسیناسیون وروسته، په دغه هیواد کې اقتصادي ژوند یو ځل بیا رونق موندلی دی.
زموږ له آرشیف څخه: