اسرائیل په غزه کې تر ۱۰۰ډیر«ترهګریز هدفونه» په نښه کړي دي
۱۴۰۳ دی ۱۶, یکشنبهد اسرائیل هوایي ځواکونو د اونۍ په پای کې اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې تر ۱۰۰ ډیر «ترهګریز هدفونه» په نښه کړي دي. په دغو بریدونو کې د حماس اسلامپاله ډلې لسګونو ترهګر وژل شوي دي.
د اسرائیلي پوځ او د دغه هیواد د داخلي امنیت ادارې په وینا دغه حمله د حماس د بریدونو په ځواب کې ترسره شوې ده. حماس د امریکا متحده ایالاتو، المان، بریتانیې او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا یوه ترهګره ډله بلل شوې ده.
د اسرائیلي پوځ د رپوټونو په حواله د توغندیو د توغول کیدو څو ځایونه هم په نښه کړای شوي دي. ویل کیږي چې د غزې تړانګې له دغو سیمو څخه پر اسرائیليسیمو توغندي توغول شوي ول. په دې هکله جزویات په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.
د دغو بریدونو له پیلیدو مخکې څو واره خبرداری ورکړل شوی و، څو ملکي خلکو ته د زیان رسیدو د خطر کچه را ټيټه کړای شي.
اسرائیلي پوځ او استخباراتي ادارې همدرانګه ویلي دي چې په غزې تړانګه کې به د «ترهګریزو سازمانونو» پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي، څو د یهودي اتباعو د حفاظت ډاډ ترلاسه کړي.
د فلسطینیانو د رپوټ پر بنسټ په دغو نښتو او بریدونو کې ملکي خلکو ته تلفات اوښتي دي.