1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمد فلسطین سیمه

اسرائیل په غزه کې تر ۱۰۰ډیر«ترهګریز هدفونه» په نښه کړي دي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۶, یکشنبه

اسرائیل یو وار بیا تصمیم نیولی دی چې د غزې په تړانګه کې د حماس ډیر شمیر جنګیالي په نښه کړي. ویل کیږي چې اسرائیلي پوځ دغه حمله د اسلامپالو د بریدونو په ځواب کې ترسره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4opvQ
د اسرائیلي پوځ د رپوټونو په حواله د توغندیو د توغول کیدو څو ځایونه هم په نښه کړای شوي دي.
د اسرائیلي پوځ د رپوټونو په حواله د توغندیو د توغول کیدو څو ځایونه هم په نښه کړای شوي دي.انځور: Jim Hollander/Matrix Images/picture alliance

د اسرائیل هوایي ځواکونو د اونۍ په پای کې اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې تر ۱۰۰ ډیر «ترهګریز هدفونه» په نښه کړي دي. په دغو بریدونو کې د حماس اسلامپاله ډلې لسګونو ترهګر وژل شوي دي.

د اسرائیلي پوځ او د دغه هیواد د داخلي امنیت ادارې په وینا دغه حمله د حماس د بریدونو په ځواب کې ترسره شوې ده. حماس د امریکا متحده ایالاتو، المان، بریتانیې او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا یوه ترهګره ډله بلل شوې ده.

د اسرائیلي پوځ د رپوټونو په حواله د توغندیو د توغول کیدو څو ځایونه هم په نښه کړای شوي دي. ویل کیږي چې د غزې تړانګې له دغو سیمو څخه پر اسرائیليسیمو توغندي توغول شوي ول. په دې هکله جزویات په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.

د دغو بریدونو له پیلیدو مخکې څو واره خبرداری ورکړل شوی و، څو ملکي خلکو ته د زیان رسیدو د خطر کچه را ټيټه کړای شي.

اسرائیلي پوځ او استخباراتي ادارې همدرانګه ویلي دي چې په غزې تړانګه کې به د «ترهګریزو سازمانونو» پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي، څو د یهودي اتباعو د حفاظت ډاډ ترلاسه کړي.

د فلسطینیانو د رپوټ پر بنسټ په دغو نښتو او بریدونو کې ملکي خلکو ته تلفات اوښتي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2