جاپان ښايي د شمالي کوريا سپوږمکۍ وولي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبهد رويټرز خبري آژانس د خبر له مخې جاپان دې ته چمتو والی نيسي چې د شمالي کوريا مصنوعي سپوږمکۍ په احتمالي توګه په نخښه کړي.
ياد خبري آژانس د کيودو خبري آژانس د شنبې ورځي له راپور څخه په اقتباس ليکلي دي چې د جاپان د دفاعي چارو وزير ياسوکازو همادا په دې تړاو و دفاعي چارواکو ته د تيارسئ امر کوونکی دی. زياته شوې چې جاپان ښايي د شمالي کوريا هغه سټلايټ راوغورځوي چې استخباراتي دی.
دغه هم ولولئ: د شمالي کوریا د توغنديو ازمويني ته د امریکا او سویلي کوریا ځواب
اټکل کيږي چې همادا به د سه شنبې په ورځ امر ورکړي. د کيودو خبري آژانس د خپل دغه راپور منبع حد اقل يو حکومتي چارواکی بللی دی. خو د دغه چارواکي نوم ندی روښانه کړل شوی.
د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ اون ويلي ول چې و فضا ته د دغه هيواد د استخباراتي سپوږمکۍ لېږلو پروګرام ته به ادامه ورکړي. د شمالي کوريا دولتي رسنۍ د چهارشنبې په ورځ زياته کړې وه چې دغه سپوږمکۍ به د امريکا د متحده ايالاتو او جنوبي کوريا له خوا د ګواښونو ضد عمل وي.
آ./ا.ا./ن.ص.