1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان «تويتري قاتل» ته د مرگ سزا ورکړل شوې

۱۳۹۹ آذر ۲۵, سه‌شنبه

تکاهيرو شيرايشي په ۲۰۱۷م کال کې تر هغه وروسته نيول شوی وو چې د ېوې چاپې پر وخت یې په کور کې د انسان د بدن غړي موندل شوي ول. هغه له نهو کسانو سره پر تويتر له اړيکي ټینگولو وروسته هغوی وژلي ول.

https://p.dw.com/p/3mkaP
Japan Gerichtsskizze vom "Twitter Killer"
يوه هنرمند د محاکمې په جريان کې د تاکاهیرو شيرايشي انځور رسم کړی انځور: Masato Yamashita/JIJI PRESS/AFP/Getty Images

د توکيو د يوې محکمې قاضيانو يو سړی چې د «تويتري قاتل» په نوم مشهور وو، د سه شنبې په ورځ د مرگ په سزا محکوم کړی دی. دغه سړي له خپلو هغو قربانيانو سره چې غوښتل یې ځان وژنه وکړي، د تويتر له لارې اړيکه ټينگوله او هغوی یې خپل کور ته رابلل.

پوليسو تکاهيرو شيرايشي د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر۳۰ نیټه تر هغه وروسته نيولی وو چې په اپارتمان کې یې د انسان د بدن غړي موندل شوي ول.

نهه ټوټه شوي جسدونه او د کار اوزار چې تر دوا پاشي کيدو وروسته په يخچالونو کې ځای پر ځای شوي ول څو شواهد له منځه يوړل شي.

نوموړي پر خپل جرم اعتراف کړی دی او ويلي یې دي چې پرې لگيدلي «ټول تورونه سم دي.» له يوه نارينه پرته د هغه قربانيان ټولې ښځې وې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۶ کالونو ترمنځ ول.

شرايشي د ټولنیزو رسنيو د تويتر شبکې په کارولو سره خپل قربانيان په چل خپل کور ته راغوښتل. هغوی ته به یې ويل چې دی به ورسره په ځان وژنه کې مرسته وکړي او ورته به یې ويل چې دی به ورسره يوځای ځان وژنه وکړي.

Japan Leichenfunde in Tokio
شیرایشي په ۲۰۱۷ کال کې نيول شوی ووانځور: Getty Images/AFP

د هغه وکيلانو استدلال کاوه چې نوموړي ته دې له دې کبله د مرگ سزا نه ورکول کیږي چې قربانيانو یې په ټولنیزو رسنيو کې ويل چې هغوی غواړي مړه شي چې دا د يو ډول رضايت يا اجازې په معنا ده.

خو په توکيو کې قاضي وويل: «د نهو ځوانان انسانانو ژوند اخيستل يو ډېر سخت جرم دی. سربیره پر دې د قربانيانو وقار تر پښو لاندې شوی دی.»

اړونده موضوع: د کرونا اقتصادي اغیزو په جاپان کې د ځان وژنې پيښې زیاتې کړي

د اين اچ کې په نامه د يوې دولتي خبري شبکې د رپوت په حواله د يوې ۲۵ کلنې قرباني پلار د محاکمې په جريان کې وويل چې هغه به «تکاهيرو شرايشي آن په مرگ هم ونه بخښي.»

د دې نهو ځوانانو وژل کيدو په دې اړه بحثونه پارولي چې په جاپان کې په انترنت کې د ځان وژنې موضوع څرنگه مطرح کیږي او بحثونه پرې کيږي.

جاپان د هغو ډېرو کمو پر مختللو هيوادونو څخه يو دی چې اوس هم پکې د اعدام سزا موجوده ده او د جاپان خلک یې ملاتړي هم دي.

خو په جاپان کې د مرگ سزا چې په ځړولو سره عملي کيږي، تر حکم وروسته ډېره موده وروسته عملي کيږي.

وروستی اعدام د ۲۰۱۹م کال په دسمبر کې وو چې يو چينايي د يوې کورنۍ د څلورو غړيو د وژنې له کبله وځړول شو.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: