جرمني: د انفلاسیون سره مبارزه به ډیره دوام وکړي
۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبهاعلان
د دغه بانک رییس، راینر نېسکه پرون شنبه د شتوت گارټ ایالت دوو ورځپاڼو ته ویلي دي، چي انفلاسیون به راکښته سي، خو سوال دا دی، چي هغه به بیرته د دوه فیصده حالت پر خوا حرکت وکړي او که څنگه؟ په خبره یې «دغه مبارزه به ډیره دوام وکړي او زه امیدواره یم، چي د اروپا مرکزي بانک به وکولای سي، ترهغه پورې مقاومت وکړي».
په اوس وخت کي هغه د انفلاسیون د لوړیدو ډیر تمایلات ویني: د امریکا متحده ایالاتو او چین اقتصادي روابط مشکل دي، ځکه نو شرکتونه باید په چین کي د خپلو کارونو پر ادامې باندي غور وکړي. «که یې په نورو ملکونو او ځایونو کي تولید کړی، ورته به په ډیرو حالاتو کي گران تمام سي».
د مسلکي کسانو او کارگرانو کمبود هم د انفلاسیون لوړیدو ته لمن وهي. ځکه به یې په نظر د انفلاسیون سره مبارزه ډیره دوام وکړي.