1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يرغمل سوو د آزادۍ له پاره په اسرائیل کي پراخې مظاهرې

۱۴۰۳ شهریور ۱۲, دوشنبه

له حماس ډلې څخه د یرغمل سوو کسانو د آزادیدو په موخه اسرائيل د پراخو مظاهرو او اعتصابونو شاهد دی. د اولسی احتجاجونو په تعقیب اوس صنفي اتحادیو هم اعتصاب کړی دی.

https://p.dw.com/p/4kAw6
په تل ابيب کې د حکومت ضد احتجاج
په اسرائيل کې احتجاج کوونکي له حکومت څخه د جوړ جاړي غوښتنه کويانځور: Jack GUEZ/AFP

په اسرائیل کي د دوشنبې په ورځ صنفي اتحادیو په ټول هیواد کې اعتصاب وکړ، ترڅو حکومت دې ته مجبور کړي چې په غزې تراډه کې له حماس ډلي څخه د پاته یرغمل سویو پر آزادیدو خپلې هلي ځلي متمرکزې کړي.

د هیستادروت د اتحادیې مشر آرنون بار داوید، اعلان وکړ چي: «د اسرائیل  ټول اقتصاد بشپړ اعتصاب ته ځي.»

هغه وویل: «موږ باید د یرغمل سوو کسانو پریښودل ودروو... زه دې نتیجې ته رسیدلی یم چي یوازي زموږ مداخله کولای سي هغو کسانو ته ټکان ورکړي چی باید ټکان وخوري.»

تمه کیږي چي د دغه هیواد د تر ټولو ستر هوايي ډگر«بن گوریون» کارکوونکي به هم اعتصاب وکړي.

دغو اعتصابونو ته پس له هغه بلنه ورکړل سوه چي د نورو شپږو یرغمل سوو جسدونه د اونۍ په پای کی په غزه کي وموندل سول.

د کورنیو هغه ډلو چي د یرغمل سوو او لادرکه کسانو د آزادیدو له پاره هلي ځلي کوي، په یوې اعلامیه کي ویلي دي، چي « که د منځگړیتوب له پاره له میاشتو راهیسي هلو ځلو کي ځنډ، خرابکارۍ او بهانې نه وای رامنځته سوي، نو ښايي اوس به لا دغه شپږ یرغمل سوي ژوندي وای.»

په تل ابیب او بیت المقدس کي پراخې مظاهرې

اسرائیلي رسنیو اټکل کړی دی چي د یکشنبې په ماښام شاوخوا ۵۰۰ زره کسان د دغه هیواد په ښارونو، په تیره بیا بیت المقدس او تل ابیب کي سړکونو ته راووتل او احتجاجونه یې وکړل. دغه احتجاجونه د نورو شپږو یرغمل سوو د وژل کیدو په غبرگون کي ترسره سول.

مظاره کوونکي د يرغمل نيول شوو کسانو د آزادولو لپاره د جوړ جاړي غوښتنه کوي.
په تل ابیب کی د اسرائیل د حکومت په وړاندي مظاهرېانځور: Oren ZIV/AFP

احتجاج کوونکو په بیت المقدس کي لاري وتړلې او د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دفتر په مخکي یې مظاهرې وکړې.

هغوی له صدراعظم څخه وغوښتل چي له حماس  سره دي د اوربند له پاره یوې موافقې ته ورسیږي، تر څو پاته یرغمل سوي له دغي ډلې څخه آزاد کړای سي.

د هغو کسانو کورنیو چي پر اسرائيل باندي د اکتوبر پر اومه د حماس په يرغل کي نيول سوي او غزې ته يرغمل تښتول سوي دي، د اسرائیل حکومت په دې تورن کړی دی، چي په غزې تراډه کي یې د یرغمل سوو د ژوند په پرتله خپلو عملیاتو ته لومړیتوب ورکړی دی.

لا هم شاوخوا ۱۰۱ کسان له حماس ډلې سره چي د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولني او آلمان له خوا د یوې ترهگري ډلې په توگه درجه بندي سوې ده، یرغمل پاته دي، خو د اسرائیل چارواکي اټکل کوي چی امکان لري د هغوی [يرغمل سوو] یو پر دریمه یې پخوا لا خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

GP/NZ/AG