1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ هغه سيمه چې تر نارينه وو د ښځو قدر ډېر دی

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

د هند په شمال ختيځ کې د کهاسي قوم ژوند کوي. د دې قوم د دود له مخې دلته زياتره مهمې پريکړې ښځې کوي او نارينه ځان بې وسه او بې اختياره گڼي.

https://p.dw.com/p/3lnzX
Bildergalerie Porträt Meghalaya - Schottland des Ostens
انځور: DW/Bijoyeta Das

په هند کې هم د زياتره آسيايي هيوادونو په شان په هر ځای کې د نارينه امر منل کيږي، خو د کهاسي قوم دودونه د دې عمومي ټولنیز سیسټم څخه برعکس دي. کهاسي قوم د هند په شمال ختيځ ايالت مگهالايا کې آباد دی. په دې قوم کې نسب په مور پسې ځي او جايداد هم د نارينه پر ځای ښځې ته انتقالیږي.

د کهاسيو نفوس کابو دريو لکو ته رسيږي او د مگهالايا ايالت د ټول نفوس ۳۵ سلنه برخه جوړوي.

د دې قوم د دودونو له وجې په نارينه وو کې هم ناکراري مخ پر زياتېدو ده او هغوی د عدالت د نشتوالي له کبله د دې سيستم له منځه وړل غواړي.

د کهاسي قوم دودونه

له دې قوم سره تړاو لرونکې يوه ښځه مارگريت لينگدو ده. هغه د ايستونيا په تارتو پوهنتون کې څېړنې کوي. نوموړې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د دې قوم د کورنيو دودونه افسانوي دي او له هغه زمانې سره تړاو لري چې نارينه به جگړو ته تلل او ښځې به پاتي وې او د کور او قومي کارونه به یې پر مخ وړل. دا لړۍ له هغه وخت راهيسې روانه ده.

اړونده موضوع:د هند نامطلوبې لوڼې

هغه وخت به ښځې د کورنيو مشرانې وې او په مالي چارو کې به هم آزادي وې او ټول اختيار به ورسره وو.

خو په مالي او ټولنیزه توگه پر برلاستوب سربيره د کهاسي قوم ښځې له سياست څخه لیرې دي او په ټاکنو او نورو ورته سياسي فعاليتونو کې گډون نه کوي. د دې ايالت په پارلمان کې اوس هم د نارينه وو اکثريت دی.

د کشرې لور مقام

مارگريت لينگدو وايي چې تر کومه چې د وراثت او جايداد خبره ده، نو د دې مالکه د کور يا کورنۍ کشره لور وي، ښايي له دې کبله چې هغه نه شي کولی دغه جايداد وپلوري. په وراثت کې د ځمکې ترڅنگ سره زر او نوره گران بيه گاڼه، جامې او همدا راز نور مسؤليتونه هم دي، چې دغه کشره لور یې بايد پر غاړه واخلي. همدا شان د يوې کورنۍ نسب هم په همدې کشرې لور پسې ځي.

په هر ځای کې ښځې

د دې قوم ځيني نارينه شکايت کوي چې په دې مور سالاره سيستم کې سړی ډېر زيان ويني. د دې قوم د نارينه وو د حقونو د ټولنې پخوانی مشر کيت پاريات وايي چې که زه په بازار کې يم او که په کومه دولتي اداره کې په هر ځای کې ښځې واکمنې دي. دا ټولنه په ۱۹۶۰م کال کې رامنځته شوې وه او په بنسټ ايښوونکې یې د دې قوم سپين ږيري او همدا راز ډاکتران او ښوونکي هم شامل دي.

Bildergalerie Porträt Meghalaya - Schottland des Ostens
په کهاسي قوم کې د يوې کورنۍ نسب په کشرې لور پسې ځيانځور: DW/Bijoyeta Das

د دې ټولنې د رامنځته کولو اصلي وجه د کهاسي قوم په دود کې د نارينه وو له پامه غورځول دي. کيت پاريات وايي چې د ښځو په دې سيستم کې نارينه د هغوی تر لاس لاندي ژوند کولو ته مجبور دي.

بې واکه زوم (خانه داماد)

د کهاسي قوم د عنعنې له مخې که کوم سړی د کورنۍ له کشري لور سره واده کوي نو مجبور دی له خپلې ميرمنې سره د هغې په کور کې ژوند وکړي. پاريات وايي چې له همدې کبله په کورنۍ کې هلکانو ته ډېره پاملرنه نه کیږي، ځکه چې هغوی بالاخره له خپل مال سره د خپلې ماينې کور ته انتقاليږي.

پاريات زياتوي چې د ماينې په کور کې خاوند لومړی مقام نه لري او هلته د ښځې ماماگان او نور خپلوان نارينه هم لا تر ده پيش وي. نوموړی زياتوي چې نارينه د خپل اولاد په برخه کې هم ډېر اختیار نه لري او اولاد د مور فاميلي نوم خپلوي. که خاوند له کوم مشکل يا ستونزې سره مخ شي، نو هغه له خپلې خور سره تماس نيولی شي ځکه هغه یې د کورنۍ مشره وي.

د نارينه وو له خوا د حقونو غوښتنه

د کيت پاريات په خبره په کهاسي قوم کې سړی لکه د آزاد مرغه په څېر وي او ډېر کم مسسؤليت لري. دا چې په کورنۍ کې واک نه لري او اړينه پاملرنه هم ورته نه کیږي نو له دې کبله په نشه يي توکو، شرابو او نورو ناوړه کړنو اخته کيږي.

نوموړی زياتوي چې ښايي د ځينو نارينه وو له پاره دا يو نمونه يي ژوند وي خو په اصل کې دا د بربادۍ لاره ده. له همدې کبله اوس د کهاسي قوم نجونې د خپل قوم د هلکانو پر ځای نورو په زده کړو سنبال نارينه وو سره ودونه کوي.

د پاريات په حواله د نارينه وو د حقونو د ټولنې په زرونه نارينه غړي د وراثت په قانون کې د بدلون غوښتنه کوي. څه نا څه ۵۰ ښځې هم له هغوی څخه ملاتړ کوي. دوی دا غوښتنه هم لري چې د اولاد له نوم سره د مور پر ځای بايد د پلار نوم وليکل شي.

ب. ص/ ن.ز (Manasi Gopalakrishnan)

زموږ له آرشيف څخه: