انگلا ميرکل: له ۱۵ کلونو راهيسې د آلمان صدراعظمه
انگلا ميرکل له ۱۵ کلونو راهیسې د آلمان صدراعظمه ده. هغې په دې موده کې د آلمان د څلورو حکومتونو مشري کړې ده. د دې سياسي ژوند ته په دې انځوريز راپور کي کتنه شوې ده.
ميرکل نوره «نجلۍ» نه ده
د آلمان پخواني او فقيد صدراعظم هيلموت کول يو ځل ميرکل د پلار په ډول په اصطلاح «د هغه نجلۍ» بللې وه يعني دا چې د هغه شاگرده ده. خو ميرکل په ۲۰۰۱م کال کې کله چې هغې په اپوزيسيون کې د مسيحي ديموکرات گوند مشري پر غاړه واخيسته، د کول له پلرني سيوري را ووتله. خو ستر ماموريت یې په ۲۰۰۵م کال کې پيل شو.
په کم توپير سره په ټاکنو کې بريا
د ۲۰۰۵م کال پارلماني ټاکنې: د آلمان مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونه د برحاله سوسيال ديموکرات گوند په مقابل کې چې مشري یې گيرهارد شرودر کوله، په ډېر کم تفاوت سره گټونکي شول. دا له ۱۹۴۹م کال راهيسې د ميرکل په مشرتوب د مسيحي ديموکرات گوند تر ټولو خرابې ټاکنیزې پايلې وې. که څه هم چې د سياسي ژوند د دې نوي پړاو د پیل له پاره شرايط ډېر ښه نه ول، خو هغې ډېر ژر خپل ځای پيدا کړ.
نوې صدراعظمه
بالاخره د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو اتحاد د سوسيال ديموکرات گوند سره ستر ائتلاف رامنځته کړ. گيرهارد شروډر د ۲۰۰۵م کال د نومبر پر ۲۲ نيټه ميرکل ته د آلمان د لومړۍ صدراعظمې په توگه د ټاکل کيدو مبارکي وويله. هغه د پخواني ختيځ آلمان لومړی تبعه ده چې دغه مقام ته ورسيدله.
ښه کوربنه
ميرکل ډېر ژر پر هر څه لاس بری وموند. په ۲۰۰۷م کال کې یې د «جي - اته ډلې» د هيوادونو د مشرانو کوربتوب پر غاړه لاره او د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت له ولسمشر جورج بش او د روسېې د جمهور رئيس ولاديمير پوتین سره یې ټوکې کولې: د جيوپوليتکي پلوه يوه داسې فضا چې د نن په پرتله څو چنده سالمه وه.
د هغې د جامو رنگا رنگي
ميرکل ډېر وخت د پاخه رنگ پتلونونه اغوندي خو کرتې یې تل رنگه وي. د کارپوهانو په حواله دا رنگونه د دې ښکارندوی کوي چې صدراعظمه څه حال لري او يا غواړي څه پېغام ورکړي.
اخ، دا د ستر سن ځوانان!
په ۲۰۰۸ م کال د اروپا سياست: انگلا ميرکل د اروپا د دې دوو وتلو سياستوالو د فرانسې د پخواني ولسمشر نيکولای سرکوزي او د هغه د ايتالوي سيال سيلويو برلسکوني په مقابل کې يوازې يوه نرمه مسکا کوله. ميرکل د اروپا د مالي بحران په ترڅ کې د يوې پیاوړې سياستوالې په توگه مطرح شوه.
د ۲۰۱۵م کال غوره شخصيت
د «ټايم» مجلې په ۲۰۱۵م کال کې انگلا ميرکل د سختو شرايطو لکه د دولتونو د پورونو د بحران څخه نیولې بيا د مهاجرت تر بحرانه پورې د سياست له وجې د کال د غوره شخصيت او آن د «آزادې نړۍ د صدراعظمې» په توگه ونوموله.
ښځې په سياست کې
انگلا ميرکل د آلمان صدارت مانۍ کې لومړنۍ ميرمن ده. که څه هم چې هغې هيڅکله هم له دې موضوع يوه ستره سياسي مسله نه ده جوړه کړې خو ځينې ښځې د میرکل له ځانگړي حمايت څخه برخمنې وې. د مثال په توگه انگريت کرمپ - کارنباور، اورزولا فون ډېر لاين، او يوليا کلوکنر.
محتاط چلن
ميرکل ډېر له احتياط څخه کار اخلي. هغه چې څه نظر د نړۍ د ځينو دولتي او حکومتي مشرانو په اړه لري، واضح کوي يې نه، يا چپ پاتيږي او يا یې هم مبهم بيانوي. د دې ډول کسانو سره په چلن کې د دولت اصول تعقيبوي.
بې ځایه غرور نه لري
انگلا ميرکل پوهيږي چې د يو ليتر شيدو بيه څومره ده. آن په ۲۰۱۴م کال کې یې د خپل يوه چينايي دولتي مېلمه سره د برلين له يوه سوپر مارکيت څخه ليدنه وکړه. خو نوموړې په څو ځلي يوازې د کور د يوې ښځې په توگه د سودا اخيستو په حال کې ليدل شوی ده.
د لاسونو دا ډول نیول یې د اعتماد نخښه ده
په دقيقه توگه نه ده معلومه چې ميرمن د لاسونو دا ډول نيول له کومه زده کړي، خو هغه خپله وايي چې د لاسونو په دې حالت کې نيول ورسره مرسته کوي چې اوږې استوارې ونيسي. د هغې مسيحي ديموکرات گوند د ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کې دا پوسترونو خلکو ته د ډاډ او آرامښت د ورکولو په موخه وکارول.
د میرکل شخصي ژوند
د ميرکل د شخصي ژوند په اړه لږ معلومات شته. هغه په دې اړه ډېر کم معلومات شريکوي يا ښايي خلک د هغې له شخصي ژوند سره ډېره علاقه ونه لري. د مثال په توگه خلک نه پوهيږي چې ميرکل له خپل خاوند يوآخم زاور سره د ايتاليا په ايسکيا ټاپو کې کرسمس څرنگه لمانځي. معنا دا چې څرنگه به یې لمانځلی وي، ځکه سږ کال د کرونا له کبله هلته تگ ممکن نه دی.
د کرونا بحران
د کرونا وبا نه يوازې د صدراعظمې د رخصتۍ پروگرام ته تغير ورکړی، بلکې په آلمان کې یې نور هم ډېر څه بدل کړي دي. که څه هم چې د ميرکل پر جدي او همدفمن چلن انتقاد کيږي، خو له کرونا سره یې چلن، شهرت د ريکارد نوي کچي ته ورساوه.
خدای په امانۍ ته نژدې
انگلا ميرکل دوه کاله دمخه اعلان وکړ چي نه غواړي د ۲۰۲۱م کال ټاکنو ته ځان ونوموي، خو تر هغه وخته غواړي چي صدراعظمي وکړي. ميرکل وتوانېده چي ۱۶ کاله د آلمان صدراعظمي وکړي.