1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين بحران؛ روسیه کروز او بالیستیک توغندي آزمایي

۱۴۰۰ بهمن ۲۹, جمعه

روسیې د دغه هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر نظارت لاندې د شنبې په ورځ د بالیستیک او کروز توغندیو د پوځي مانورو د عملي کولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/47FQo
Russland I Belarus I Konflikt
انځور: Viktor Tolochko/Sputnik/dpa/picture alliance

د اوکراین د کړکېچ زیاتیدو پر سر د روسیې او لویدیځ ترمنځ د تشنج په جریان کې، روسیې د دغه هیواد د پوځ له خوا له بالیستیک توغندیو څخه په استفادې مانورو ترسره کولو پروګرام خبر ورکړی دی.  

د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه مانورې به د شنبې په ورځ د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر نظارت او لارښوونې لاندې ترسره شي.

د دغو مانورو د ترسره کولو هدف د اټومي ستراتیژیکو وسلو د وړتیا ډاډ ترلاسه کول اعلان شوي دي. ټاکل شوې ده چې په دغه آزمایش کې به له بالیستیک او کروز توغندیو څخه استفاده وشي.

تر اوسه معلومه نه ده چې پوتین به د دغو عملیاتو د رهبري کولو له پاره د مانورو ترسره کولو ځای ته ورځي او که دغه کار به د ویډیوي کنفرانس له لارې رهبري او ترسره کوي.

د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې ده چې دغه مانورې ډیر پخوا پلان شوې وې. روسیه هر کال څو توغندیزې ازموېنې ترسره کوي. روسیه او امریکا متحده ایالات چې یو له بله ډیر واټن لري د نړۍ تر ټولو ستر اټومي قدرتونه دي.

لویدیځ د اوکراین د ختیځو سرحدونو په اطرافو کې د روسیې دغو مانورو ته په ډیر انتقادي نظر ګوري.

مخکې تر دې روسیې اعلان کړی و، چې د دغه هیواد نظامي ځواکونه، د مانورو له ترسره کولو وروسته بیرته خپلو مرکزونو ته ستنیږي. لوېدیځ پر دغو څرګندونو بې باوري ښودلې ده او د اوکراین سرحد ته یي د لا زیاتو روسیي سرتیرو د استول کیدو خبر ورکړی دی. 

آژانسونه: ش.ن/ن.ز