آلمان کې «د جوماتونو د پرانیستو دروازو ورځ» په څه معنی ده؟
۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبهپه آلمان کې شاوخوا ۴۵۶۰۰ کلیساوې او نږدې ۲۴۰۰ جوماتونه شتون لري، خو ډیري جوماتونه ډیر ښکاره نه، بلکې د کورونو، فابریکو او ګودامونو په ساختمانونو کې جوړ شوي دي.
له ۱۹۹۰ لسیزې را په دیخوا د جوماتونو له پاره شاوخوا ۱۵۰ رسمي ساختمانونه، جوړ شوي دي، چې اکثره یي د کنبد او منارونو درلودونکي دي او مالي امکانات یې له بهرنیو هیوادونو څخه برابر شوي دي.
«د مساجدو د پرانیستو دروازو ورځ» کې دغه جوماتونه ډیر غیر مسلمان لیدونکي ځانته را جلبوي. هر کال د اکتوبر په دریمه چې د آلمان د یووالي له ورځې سره سمون خوري، د یکشنبې په ورځو کې په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۰۰۰ اسلامي ټولنې، آلمانان له جوماتونو څخه لیدنې ته رابولي او هغوی ته د لیدنې دعوت ورکوي.
«د جوماتونو د پرانیستو دروازو ۲۵ کاله: د پرون او نن جوماتونه» د سږني دعوت شعار دی.
په آلمان کې د مسلمانانو د همغږۍ شورا (KRM) مسئولین چې د ټول آلمان په کچه شپږ لوی اسلامي ټولنې سازماندهي کوي، د دې ورځې له سږني لمانځنې څخه ډیر خوشحاله دي.
د جوماتونو د خلاصو دروازو د ټولنې غړی علي مطه وایي چې له ۱۹۹۷م کال راهیسې د آلمان جوماتونه هر کال له شاوخوا ۱۰۰۰ تنو نامسلمانو میلمنو څخه د اسلام په هکله د معلوماتو په ورکولو او هغوې ته د چای په وړاندې کولو سره هرکلی کوي.
د هغه په خبره د دې ملاقاتونو هدف په ټولنه کې د ویرې او مخکې له مخکې قضاوتونو لمنځه وړل دي. علي مطه وایي چې د کلونو په تیریدلو سره معلوماتو ته علاقمندي زیاته شوې ده: «دا زمونږ د ټولنو د آګاهۍ له پاره مهمه ده چې خپله غیږه د نورو له پاره لا زیاته پراخه کړو.»
د اسلامي علومو کارپوه پروفیسور مهند خورشید، چې د یوه مودرنه اسلام له پاره د اصلاحاتو په برخه کې هڅې کوي «د مساجدو د پرانیستو دروازو ورځ» په آلمان کې یو ټولنیز سګنال بولي، خو په عین وخت کې د ویرې او وهمونو په هکله هم خبرداری ورکوي.
خورشید چې د مونستر په پوهنتون کې د اسلامي الهیاتو مرکز مشر هم دی تشریح کوي: «اسلامي ټولنو د جوماتونو د پرانیستو دروازو ورځ د آلمان د یووالي د ملي رخصتۍ ورځ انتخاب کړې ده، څو په دې هیواد کې پر مشارکت ټینګار وکړي. خو البته تر هغه وخته چې اکثریت ملا امامان له خارج څخه راځي او حتی په آلماني ژبه هم تسلط نه لري، دا لا پریږده چې بیا په آلمان کې د انسانانو د ژوند له واقعیتونو سره آشنایي نه لري، دې ورځې تر یوې اندازې په ځان کې نمایشي شیان هم پټ کړي دي.»
خورشید په آلمان کې د اسلام د منفي شهرت په اړه انديښمن دی. نوموړی په دې اړه وایي: «ټولې نظرسنجۍ ښيې چې د آلماني ټولنې تر نیمایي ډیر وګړي اسلام ته د تهدید په نظره ګوري. اسلام ته له تاوتریخوالي، د زغم نشتوالي او د ښځو له سرکوبه کولو سره پيوند ورکوي.»
د خورشید له نظره دا په دې مسئله کې هم تغیر نه رامنځته کوي. نوموړی د «اسلام ورځ» په نامه د کلني مراسمو د رامنځته کولو خبره کوي، داسې یو څه چې د کلیساو او کاتولیکانو له ورځو سره ورته او مشابه وي چې په هغې کې په آزادانه ډول د مهمو ستونزو په هکله بحث او خبرې اترې کیږي. هغه ټینګار کوي چې: «اعتماد یوازې د صادقانه ډیالوګ له لارې رامنځته کیدای شي.»
علي مطه پر صبر او زغم ټينګار کوي. نوموړی د آلمان له پاره د اسلامي شورا او د «ملي ګوروش» په نامه د ترکي اسلامي ټولنې د غړي په توګه، له ترکي ټولنې څخه د اغیزمن عنعنوي اسلام پلوي کوي.
هغه توضیح ورکوي: «په آلمان کې د مسلمانانو ژوند، د اسلام یو داخلي بهیر دی چې پرمختګ لري. زما هیله له ټولو اړخونو څخه حسن نیت او لا زیات صبر دی.»
خورشید هم په دې برخه کې پرمختګونه ویني. چې په تیرو ۲۵ کلونو کې د اسلام په اړه نظرونو توپير کړی دی: «اوس تر پخوا ډیر خلک د هغو اکثریت مسلمانانو ترمنځ چې د هغو له پاره دیموکراسي او خلاصه ټولنه یوه طبیعي خبره ده، او یو اقلیت چې غواړي په آلمان کې یو سیاسي اسلام ترویج کړي، توپير قایل کیږي.»
نوموړی زیاتوي چې دا تصور هم ناسم دی چې ګویا په آلمان کې د ۵،۶ میلیونه میشته مسلمانانو د اکثریت له پاره دین، د هر څه په برخه کې یو ټاکونکی عامل دی.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح