تر امريکا او بريتانيا وروسته نوي زيلند هم ټيک ټاک منع کړ
۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعهد سايبري امنيتي انديښنو له کبله کانادا، آسترليا، بريتانيا او د امريکا متحده ایالاتونو حکومتونو لا دمخه په دولتي ګرځنده تليفونونو کې د چين د بایټ ډانس په نوم شرکت د ويډيو شريکولو پر اپلیکيشن ټېک ټاک بندیز لګولی دی.
اوس نوي زيلند هم د پارلمان انترنتي شبکې ته رلاس رسی لرونکو ټولو آلاتو کې د ټيک ټاک پر کارولو د مارچ له ۳۱مې نيټې څخه د بندیز لګولو اعلان کړی دی.
د نوي زيلند د پارلماني خدماتو مشر رفایل ګونزالويز مونترو وويل چې د انترنتي امنیت د کارپوهانو تر مشورې وروسته یې دا پريکړه کړې ده.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
هغه وويل چې هغه خلک چې د دولتي مسئوليتونو د سر ته رسولو له پاره یې دې آپ ته اړتیا لرله هغوی ته به یې بديل ورکړل شی. دمګړۍ دې پليټ فارم ته لاس رسی د ويب براوزر له لارې امکان لري.
اړونده موضوع: امریکا او کاناډا په دولتي مبايلونو کې د ټیک ټاک کارول منع کړل
د سايبري خونديتوب د خدماتو د «سايبر سي ايکس» په نوم شرکت وایي چې د نوي زيلند د امنيت د خونديتوب او په ځانګړي توګه د پارلمان د غړيو په ګرځنده تليفونونو او نورو آلاتو کې د حساسو معلوماتو د شتون کبله دا بندیز اړين دی.
د دغه شرکت د امنيت د آزموينې برخې اجرايوي مشر ادم بویليو وويل: «که چېرې ټېک ټاکته د چين ګټو له پاره لاس په کار کیدو امر ورکړل شي نو دا به زموږ امنيت ته جدي خطر پيښ کړي. له همدې کبله د حکومت له خوا په ورکړل شويو تليفونونو کې دا بندیز اړين دی.»
هغه زياته کړه: «پر ټېک ټاک سربیره موږ ژر تر ژره د نورو بهرنیو تکنالوژیو څخه احتمالي متوجې خطرونه هم بايد و ارزوو. موږ چې څومره په پراخه کچه بهرنۍ تکنالوژي کاروو، زموږ د هيواد امنيت ته یې خطر په هماغه اندازه ډېريږي.»
ټيک ټاک لومړی هند منع کړی وو
پر ټيک ټاک د بندیز لړۍ په ۲۰۲۰م کال کې هغه وخت پېل شوه چې هند په لومړي ځل پر دې آپ بندیز ولګاو.
د هند او چين ترمنځ پر سرحد تر پوځي شخړې وروسته چې يو شمیر هندي عسکر پکې وژل شوي ول، په نوي ډيلي کې حکومت د چين دا اپليکيشن منع کړ. هند ويلي ول چې له خپلې خپلواکۍ څخه د دفاع په موخه یې دا پريکړه کړې ده.
تر هند وروسته په هماغه کال کې د امريکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر دونالد ترمپ هم د چين له پاره د جاسوسۍ د تور په لګولو سره دا آپ منع کړ.
اړونده موضوع: پاکستان د ټيک ټاک آپلکیشن پر کارولو بنديز ولګاوه
بريتانيا بيا د پنجشنبې په ورځ په دولتي تليفونونو او نورو آلاتو کې پر ټیک ټاک د بندیز اعلان وکړ.
د بریتانيا د کابينې وزير اوليور ډاودین وویل چې په بريتانيا کې د سايبري امنيت د کارپوهانو تر ارزونو وروسته دا «څرګنده شوې چې له دې کبله حساسو حکومتي ارقامو ته خطر پېښيدلای شي ځکه د ځينو پليټ فارمونو په کارولو سره هغه ته لاس رسی امکان لري.»
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن حتی ګواښ کړی دی که چېر ټېک ټاک د «بايټ ډانس» له شرکت څخه جلا نه شو نو بشپړ بندیز به پرې ولګول شي. خو بايټ ډانس د چين حکومت ته د هر ډول ارقامو او معلوماتو د ورکړې خبره ردوي.
د چين غبرګون
چين د بريتانيا له خوا پر ټيک ټاک د بندیز پريکړه سياسي وبلله.
د بريتانیا پر پريکړه په لندن کې د چين سفارت غبرګون ښکاره کړ او ویې ويل چې په بريتانیا کې په دولتي تليفونونو کې پر ټيک ټاک د بندیز پريکړه له حقيت سره تړاو نه لري.
د چين د سفارت په حواله دا پريکړه په بريتانيا کې د اړونده شرکتونو په ورځني کارونو کې مداخله ده او له دې ډول پريکړو سره به بريتانيا خپلې ګټې زيانمنې کړي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, dpa)
زموږ له آرشيف څخه: