شمالي کوريا بيا د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کړی دی
۱۴۰۳ مهر ۱۷, سهشنبهد کي سي ان ای، دولتي خبري آژانس رپوت ورکړی دی چې د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، د حملې په صورت کې يو ځل بيا د جنوبي کوريا او امريکا متحده ايالاتو پر وړاندې د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کړی دی.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د «کيم جونګ اون په دفاعي اکاډمۍ» کې د وينا پر مهال د اتومي وسلو په ګډون د شمالي کوريا د پوځي ودې د چټکولو پلانونه هم اعلان کړل.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې د شمالي کوريا دغه واکمن څو ورځې تر مخه ويلي ول چې که چېرې یې ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پيښ شي، د جنوبي کوريا پر وړاندې به «بېله زړه نا زړه» اتومي وسله وکاروي.
کیم د جنوبي کوريا او امريکا د ائتلاف غندنه وکړه
کیم، د جنوبي کوريا پر ولسمشر يون سوک يوول، نيوکې وکړي چې تيره اونۍ یې ګواښ کړی وو چې د پيونګ يونګ له لورې به د اتومي وسلو هر ډول استعمال د «شمالي کوريا د رژيم د پای» باعث وګرځي.
د کې سي ان ای آژانس په حواله نوموړي د امريکا او سيول ائتلاف ته په اشارې سره د يون «بې خونده او سپکه تبصره» وغندله او ویې ویل «دا ښيي چې هغه [د جنوبي کوريا ولسمشر] د خپل بادار پر ځواک د خپل ړانده باور له کبله په بشپړه توګه مغشوش دی.»
کيم جونګ اون، پر جنوبي کوريا او امريکا د سيمې د بې ثباته کولو له کبله نيوکې وکړې.
کيم، په خپله وينا کې وويل: «که رښتيا ووایم نو موږ پر جنوبي کوريا د بريد هیڅ نيت نه لرو.» نوموړې زياته کړه چې يوازې د دښمنانانو له خوا به د زور کارول يو داسې غبرګون راوپاروي چې په ترڅ کې یې د اتومي وسلو استعمال له پامه نه شو غورځولی.
کيم، وويل: «پر يوه پوځي زبرځواک او اتومي ځواک باندې د بدليدو پر لور به زموږ ګامونه لا پسې چټک شي.»
تېره مياشت د شمالي کوريا حکومت د يورانيمو د غني کولو د يوې دستګاه انځورونه خپاره کړي ول. دا څه ښيي چې دغه هېواد د اتومي وسلو د خپلو زيرمو د پراخولو موخه لري.
د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ ترنګلتياوې
په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ انتظار کیده چې د شمالي کوريا پارلمان به په کوريا ټاپو وزمه کې د «دوو دولتونو» سیسټم اعلان کړي او له سويل سره به پخلاينه په رسمي توګه رد کړي.
په اساسي قانون کې دا اصلاح د کيم د دريځ عکاسي کوي يعني دا چې له جنوبي کوريا سره يوځای کیدل یې نور هدف نه دی او جنوبي کوريا د خپل «اصلي دښمن» په توګه اعلان کړي.
خو دولتي رسنۍ له دوشنبې ورځې راهېسې په پارلمان کې د دې مشورو په تړاو کوم معلومات نه دي خپاره کړي.
دمګړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي خړې پړې دي. په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکي ښې نه دي، شمالي کوريا پاروونکي راکټي آزموينې وکړې او جنوبي کوريا له امريکا سره خپل پوځي تمرينونه ډېر کړي دي.
په دې وروستيو کې د شمالي کوريا له لوري د سرحد بلې غاړې ته د کثافاتو ډکو بالونونو تر استولو وروسته، جنوبي کوريا د پيونګ يانګ پر ضد د غبرګون په توګه خپل نشرات بيرته پيل کړي دي.
ب. ص/ن . ز (AP, Reuters)