1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوريا: جنوبي کوريا مو د «دښمن هېواد» په توګه تعريف کړ

۱۴۰۳ مهر ۲۶, پنجشنبه

له څو لسیزو راهېسې د شمالي کوريا رسمي اعلان شوی هدف پر ټاپو وزمه د کمونيستي بيرته يوځای کيدل وو. خو اوس دغه هېواد د واکمن کيم جونګ اون، د مخکنۍ لارښوونې پر اساس جنوبي کوريا د يوه «دښمن هېواد» په توګه درجه بندي کړې.

https://p.dw.com/p/4lte4
شمالي کوريا له شمالي کوريا سره سړکونو ته انفجار ورکړی
کی سي ان ای رپوټ ورکړی دی چې د وصلوونکو زیربناو له منځه وړل يو «اجتناب ناپذیر يا حتمي او مشروع ګام» دیانځور: KCNA/AP/picture alliance

د شمالي کوريا دولتي خبري آژانس «کی سي ان ای» د پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل رپوټ ورکړی دی چې دغه هېواد خپل اساسي قانون ته له سره کتنه کړې څو جنوبي کوريا د يوه «دښمن هېواد» په توګه تعريف کړي.

دا تغير تېره اوونۍ د هېواد د مقننه قوې په غونډه کې چې په عمل کې ډېر لږ واک لري، رامنځته شو. د دې خبرې وړاندیز د هېواد واکمن کیم جونګ اون، د روان میلادي کال په جنورۍ مياشت کې کړې وو خو د تغير په اړه تبليغاتو کې ډېر جزيات نه دي وړاندې کړل شوي.

کې ان سي ای: نوي وضعيت ته په کتلو سره د سرحدي لارو له منځه وړل «ناګزير يا حتمي او مشروع» ګام وو

د شمالي کوريا د کی ان سي ای خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د هغو مواصلاتي لارو د الوزولو خبر ورکړ، چې دغه هېواد له جنوبي کوريا سره تړي.

د دولت له خوا کنتروليدونکي دې خبري آژانس ويلي ول چې پوځ «په فزيکي توګه د شمالي کوريا (DPRK) سړکونو او د ريلګاډو پټليو د پرې کولو ګام پورته شوی دی چې د خپل قلمرو يعني چېرې چې یې حاکميت عملي کيږي، د جنوبي کوريا (ROK) له قلمرو څخه د ګام په ګام بيلتون يوه برخه ده.»

د شمالي کوريا رسمي نوم د کوريا ديموکراتيک جمهوريت (DPRK) او د جنوبي کوريا نوم د کوريا جمهوريت (ROK) دی.

کی سي ان ای رپوټ ورکړی دی چې د وصلوونکو زیربناو له منځه وړل يو «اجتناب ناپذیر يا حتمي او مشروع ګام» دی چې د شمالي کوريا له اساسي قانون سره سمون لري چې جنوبي کوريا د يوه دښمن هېواد په توګه تعريفوي.»

د شمالي کوريا د خلکو سترې جرګې تېره اونۍ غونډه کړې وه او د کې سي ان ای آژانس د ډېرو جزياتو د ورکولو پرته يادونه کړې وه چې په اساسي قانون کې تغيرات رامنځته کړل شوي دي.

«متوقع» تائيد

د روان میلادي کال په جنورۍ مياشت کې کيم جونګ اون، په اساسي قانون کې د يوه تغير غږ کړی وو څو له جنوب سره بيرته يووالی آسان کړي او دا یې يو ملي هدف بلل وو، په داسې حال کې چې پر سيول یې د نوموړي د حکومت د راپرځولو له پاره له امريکا سره د ګډ کار تور لګولی وو.

د نړيوالې سولې د کارنيج موسسې څخه کارپوه انکيت پاندا، اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي: «د اساسي قانون تغيراتو د افشا کولو د ډول او طرز په اړه ښايي لا هم د تبليغاتو داخلي ارزونه رواني وي، خو دا ډول تائيد متوقع وو.»

جنوبي کوريا یې په غبرګون کې ويلي دي چې د بيرته يوځای کيدو د هدف تعقيب ته به دوام ورکړي خو د هر ډول مخ پر زياتېدونکي تیري ځواب به د زور په ښوولو سره ورکړي. کله چې شمالي کوريا سړکونو او د ريل پټلیو ته انفجار ورکړ نو جنوبي کوريا پرې د خبرداري فېرونه وکړل.

ځیني کارپوهان خبرداری ورکوي چې د جنوبي کوريا په رسمي توګه د يوه دښمن هېواد په توګه درجه بندي کولو سره ښايي د کیم، موخه دا وي چې د دغه هېواد پر وړاندېد اتومي وسلو کارولو له پاره قانوني فضا رامنځته کړي.

نور بيا وايي چې هغه ښايي په دې لټه کې وي چې ځان له جنوبي کوريا له کلتور څخه وساتي او د دواړو هېوادونو د ژوند د معيارونو په منځ کې مخ پر زياتيدونکي واټن ته په کتلو سره د خپلې کورنۍ واک نور هم پر خپل هېواد قوي کړي.

د اړيکو خرابيدل

د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ دښمني په دې وروستيو کې هغه وخت نوره هم زياته شوه چې پيونګ يانګ پر سيول باندې دا تور لګولی وو چې په روانه میاشت کې یې درې ځلې پر هېواد د ډرون پروازونه کړي دي.

شمالي کوريا له دې کبله جنوبي کوريا ته د غچ اخيستونکو اقداماتو ګواښ کړی وو. جنوبي کوريا په لومړي سر کې د شمالي کوريا د ډرون په تړاو ادعاوې رد کړې وې خو وروسته یې بيا خپله تګلاره بدله کړې وه او له تبصرو یې ډډه کوله.

ب. ص/ ن. ز (dpa, AP, AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب