1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

شمالي کوريا: اوکراين کي تر بريا پوري به د روسيې ملاتړ وکړو

۱۴۰۳ آبان ۱۱, جمعه

په داسې حال کې چې لوېدیځ روسیې ته د شمالي کوريا د زرونو عسکرو د شتون په اړه اندېښمن دی، د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزيرې له خپل روسي سيال سره په ليدنه کتنه کې له دغه هېواد څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/4mV5U
د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزيره له خپل روسي سيال سره
شمالي کوريا وایي له روسیې څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړيانځور: Maxim Shemetov/AFP

د شمالي کوريا د بهرنيو چار وزيرې چوی سون هوی، مسکو ته د خپل سفر پر وخت اعلان وکړ چې د اوکراين په جګړه کې به د روسیې پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړې په مسکو کې د خبرو پر وخت وويل: «زموږ دودیزې، تاريخي دوستانه اړيکي چې د پېړيو آزمويل شوی سفر یې پر شا پرېښې دی، نن د نه ماتیدونکي پوځي ملګرتيا يوې نوې کچې ته لوړې شوي دي.»

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو په حواله دواړو مشرانو په لومړي سر کې د مسکو د ریلګاډو په ياروسلاوسکي تمځای کې سره وليدل.

دواړو هلته د شمالي کوريا د پخواني مشر کيم ايل سونګ، په ۱۹۴۹م کال کې پخواني شوروي اتحاد ته د سفر د ياد يوه لوحه نصب کړه. تردې وروسته دواړو وزیرانو د روسیې د بهرنيو چارو په وزارت کې خبرو اترو ته ادامه ورکړه.

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

چوی، وويل چې په دې کې هیڅ شک نشته چې د ولاديمير پوتين تر «هوښيار مشرتابه» لاندې به د روسیې پوځ او خلک د حاکميت د خپل حق او د خپل هېواد د امنيتي موخو د ساتنې په خپله مبارزه کې بريالي شي.»

هغې وويل: «او موږ دا ډاډ ورکوو چې د خپلو روسي ملګرو تر بریا پورې به د هغوی تر شا په کلکه  ودريږو.»

د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف، نوموړې ته د هرکلي پر وخت د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د «ډېرو نږدو اړيکو» څخه خبره وکړه او ویې ويل چې دا څه باعث شوي دي چې دوی د مهمو امنيتي دندو په سر ته رسولو توانیدلي دي.

امريکا: شمالي کوريا په زرونو عسکر روسیې ته استولي

دواړو مشرانو د هغو اعلاميو هیڅ يادونه ونه کړه چې روانه اونۍ د ناټو، امريکا متحده ايالاتو او جنوبي کوريا له لوري خپرې شوي او وایي چې شمالي کوريا روسیې ته لس زره عسکر استولي دي.

د کريملن وياند ديمتري پيسکوف، د جمعې په ورځ په جلا توګه وويل چې دی د دې ډول اعلاميو په اړه «څه چې ويل شوي دي په هغه کې څه اضافه کول نه غواړي.»

دامريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د پنجشنبې په ورځ ويلي ول چې له دې عسکرو څخه یې ۸۰۰۰ په کورسک سيمه دي. کورسک هغه سيمه ده چېرې چې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د اوکراين عسکر له سرحده ور تير شوي ول.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

بلېنکن، وويل هغه په دې آند دی چې دا عسکر به په راتلونکو ورځو کې د اوکراين پر ضد جګړه کې ور داخل شي.

لاوروف وويل: «موږ د خپلو کوريايي ملګرو څخه په اوکراين کې د پېښو په تړاو د هغوی د بااصوله دريځ له کبله منندوی يو.»

نوموړي زياته کړې: «د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ ډېر نږدې تماسونه رامنځته شوي دي، د امنيتي خدماتو په برخه کې هم – او دا به موږ ته د دې اجازه راکړي چې د خپلو او ستاسې [د شمالي کوريا] د اتباعو د پام وړ او مهمې امنيتي دندې په عملي توګه ترسره کړو.»

مسکو چې د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ مياشت کې یې اوکراين ته خپل ځواکونه داخل کړل، پر خاوره یې د شمالي کوريا د ځواکونو شتون نه تائيد کړی او نه هم رد کړی دی. د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، ويلي ول چې دا په روسیې پورې اړه لري چې د شمالي کوريا له واکمن کيم جونګ اون، سره خپل توافق څرنګه عملي کوي.

ب. ص/ ن. ز (رويترز)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب