چمن: په اسرائيل ضد مظاهره کې بمي چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۱, جمعهد پاکستان پوليسو ويلي دي چې د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۲۱) رامنځته شوې دې پېښه کې يو شمير کسان ټپيان شوي هم دي. د پوليسو سيمه ایز مشر خان محمد د آلمان خبري آژانس ته وويل چې چاودنه د افغانستان پولې ته په څېرمه پراته ښار ګوټي چمن کې شوې ده.
خان محمد زياته کړې چې ظاهراً د بمي بريد هدف د جميعت علماء اسلام نظرياتي بلوچستان ایالتي مشر مولانا عبدالقادر لوڼی وو. نوموړی په سيمه کې ډېر نفوذ لرونکی بلل کیږي.
د روغتون د يوه کارکوونکي عثمان احمد په حواله په دې چاودنه کې نوموړی عالم سخت ټپي شوی دی د چمن سيمه ایز روعتون ته انتقال شوی دی.
هغه زياته کړه چې دولس کسان نور هم روغتون ته ور وړل شوي دي.
د چمن مظاهره په ټول پاکستان کې د جمعې په ورځ د اسرائيلو د غندنې په موخه د جوړو شويو ډېرو مظاهرو څخه يوه وه.
تر اوسه د بمي بريد د نوعيت په اړه نور معلومات نه شته، خو پلټنې دوام لري او د يوه موټرسايکل ټوټې ارزول کيږي چې ښايي په چادونه کې ترې کار اخيستل شوی وي.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې، خو طالبان او د داعش تندلارې ډله په دغه سيمه کې هم ديني عالمان او هم مسجدونه په نښه کوي.
پاکستاني طالبانو هم له افغانستان څخه د امريکایي ځواکونو د ايستلو نېټې تر اعلان وروسته زور زياتی ډېر کړی دی.
ب. ص/ ن. ز (DPA)
زموږ له آرشيف څخه: