1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: دین ته د سپکاوي په تور يوه عیسوۍ په مرګ محکومه شوې

۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعه

په پاکستان کې یوې محکمې مذهب ته د سپکاوي په تور یوې عیسوۍ ښځې ته د مرګ سزا اورولې ده. د محکمې او وکیلانو په حواله، یادې ښځې کلونه وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې اسلام ته د سپکاوي یوه ویډیو خپره کړې وه چې اوس محکومه شوه.

https://p.dw.com/p/4kteV
په پاکستان کې د ۱۹۸۰م کلونو راهیسې دین ته د سپکاوي په تور شاوخوا ۹۰ تورن کسان مخکې له دې چې محکمې ته د تحقیق او پلټنو له پاره وړاندې شي، د قهرجنو کسانو له لوري وژل شوي.
په پاکستان کې یوې محکمې مذهب ته د سپکاوي په تور یوې عیسوۍ ښځې ته د مرګ سزا اورولې ده.انځور: AP

په پاکستانکې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۲۰) اسلام ته د سپکاوي په تور یوې عیسوۍ ښځې ته د مرګ سزا اورولې ده. چارواکو او د محکمې د وکیلانو د معلوماتو له مخې یادې، عیسوۍ ښځې څو کلونه وړاندې پر ټولنیزو رسنیو اسلام ته د سپکاوي محتویات خپاره کړي ول.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې یادې محکمې څلور کاله وړاندې پر وټس اپ باندې دین ته د سپکاوي په تور شګفته کیرن، محاکمه کړې او هغه یې مجرمه پیژندلې ده. د محکمې قاضي افضا ماجوکا، په حواله نوموړې ښځه د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور محاکمه شوې او ورته یاده سزا اورول شوې ده.

په پاکستانکې د عیسویانو د حقونو مدافع او فعال فراز پرویز، ویلي دي، کیرن، چې د څلورو ماشومانو مور ده او شاوخوا دیرش کلنه ده، د محکمې له لوري تر دریو کلونو عدلي تعقیب وروسته محاکمه شوې ده. د محکمې وکیل رضوان خان، د یادې قضیې په هکله وویل چې کیرن، د محکمې پر وړاندې او همدا راز د سترې محکمې له پاره د استناف حق لري او دا چې هغه به د پاکستان ولسمشر ته هم د ترحم رسمي لیکلی درخواست وکړي.

په پاکستان کې چې عیسویان یې یو کوچنی مذهبي اقلیت دي، اسلام او یا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي د جنجالي قوانینو له مخې پکې دین ته د سپکاوي په تور مجرم پیژندل شویو کسانو ته د مرګ سزا اورول کیږي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د آسیه بي بي، په نامه یوه بله عیسوي ښځه چې مذهب ته د سپکاوي په تور مجرمه پیژندل شوې وه، په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان د سترې محکمې تر پریکړې وروسته بیرته له زندان څخه آزاده شوه. هغې ته هم د محکمې له لوري د مرګ سزا اورول شوې وه او په زندان کې تر لسو کلونو د زیاتې مودې تر تیرولو وروسته یې محکمې د آزادولو پریکړه وکړه.

په پاکستان کې دین ته سپکاوی یوه حساسه موضوع ده چې ډېر وخت په دغه جرم تورن کسان د قهرجنو افراطي مسلمانانو له لوري هدف ګرځول کیږي. په ځینو مورادو کې مذهب ته په سپکاوي تورن کسان د خلکو له لوري یا په ډزو وژل کیږي، یا په اور سوځول کیږي او یا هم په وهلو او ډبلو وژلکیږي.

په پاکستان کې د ۱۹۸۰م کلونو راهیسې دین ته د سپکاوي په تور شاوخوا ۹۰ تورن کسان مخکې له دې چې محکمې ته د تحقیق او پلټنو له پاره وړاندې شي، د قهرجنو کسانو له لوري وژل شوي.