د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول کیدل غیر قانوني وبلل
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبهد قاضي القضات په مشرۍ د سپریم کورټ یا سترې محکمې درو قاضیانو د سیمې پر وخت د مازیګر تر ۴ نیمو بجو پورې سترې محکمې ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د حاضرولو امر کړی و. که څه هم محکمې د عمران خان نیول کیدل ناقانونه بللي، خو تر سبا په توقیف کې وي، څو محکمې ته حاضر کړل شي.
د عمران خان مدافع وکیلانو د هغه د نیول کیدو پر ضد سترې محکمې ته رجوع کړې وه. عمران خان د سه شنبې په ورځ هغه مهال د اسلام آباد هائیکورټ یا عالي محکمې په احاطه کې ونیول شو، چې محکمې په یوه قضیه کې وربللی وو.
د عمران خان د ګوند د رهبرۍ ټول مهم سیاستوال نیول شوي دي
د سترې محکمې د حکم په اساس خان باید سبا د جمعې په ورځ د دغه هیواد عالي محکمې ته حاضر او پر ده د لګول شوو تورونو د سپناوي له پاره د تحقیقاتو په برخه کې همکاري وکړي.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
عمران خان د می په ۹ نیټه د قادر ټرسټ په قضیه کې د فساد په تور د اسلام آباد هائیکورټ په ودانۍ کې نیول شوی و.
د جیو نیوز تلویزوني شبکې په حواله د خان د نیولو امر د می په لومړۍ نیټه د نیب یا د احتساب ملي ادارې د مشر له خوا چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي ورکړل شوی وو.
عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د پارلمان له خوا د باور رای نه ترلاسه کولو په نتیجه کې د صدارت له مقام څخه لیري کړای شو.
د عمران خان نیول کیدل: په ښارونو کي لاریونونه او اړودوړ
د عمران خان تر نیول کیدو وروسته د هغه پلویانو د ټول پاکستان په کچه احتجاجونه پیل کړل، چې په تاوتریخوالي واوښتل چې پکې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده.
آژانسونه: ش.ن/ س.ر