پاکستان د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړی
۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبهد پاکستان د روغتيا ملي انستيتويت تېره مياشت په لاهور ښار کې د پوليو د هغه ويروس موندل تائيد کړي ول چې له جنيتکي پلوه د ۲۰۲۲م کال په نوامبر میاشت کې په ننګرهار کې د پوليو له موندل شوي ويروس سره تړاو لري.
د روغتيا وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي ول: «دا له يوه کال څخه په ډېره موده کې د سرحدونو ترمنځ د [ويروس] د انتقال لومړی ثبوت دی.»
اړونده موضوع:په خيبر پښتونخوا کې ولي د پوليو ناروغي بيرته پر ډېريدو ده؟
د پوليو يا ګوزن ضد واکسين په دې پنځه ورځني کمپاين کې به په ۳۹ سيمو کې تر ۶ میليونو ډېرو کوچنيانو ته چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د پولیو څاڅکي ورکړل شي. په نورو ۳۰ سيمو کې به هم قسمي کمپاينونه ترسره شي چې د افغانستان پولې ته څېرمه سيمې، د افغان مهاجرو کمپونه او د ملتان ښار په سویل کې سيمه شامله ده چې ډېره له خطر سره مخ ده.
د پاکستان د روغتیا وزير عبدالقادر پتېل وويل چې د پوليو ويروس د وحشي شکل شتون چې په افغانستان کې د موجود ويرس سره تړاو لري، د دې ثبوت دی چې ويروس هم له خلکو سره له يوې سيمې څخه بلې ته حرکت کوي.
اړونده موضوع:د ګیټس خیریه بنسټ لخوا د پولیو سره د مبارزې لپاره د ملیاردو ډالرو مرسته
نوموړي وویل: «د پولې هرې غاړې ته د پوليو د ويروس شتون د دواړو هېوادونو ماشومانو ته ګواښ دی. يوازې د پولیو څاڅکو تکراري دوزونه د ټول عمر محافظت تضمين کولی شي.»
تېره اوونۍ په لاهور کې له دوو مختلفو ځایونو کې اخيستل شويو چاپيريالي نمونو کې د پوليو ویروس وحشي ډول موندل شوی وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په هغو يو څو هېوادونو کې شامل دي چې اوس هم پکې د پوليو پېښې رامنځته کيږي.
په پاکستان کې په ۲۰۲۱م کال کې د پوليو يوازې يوه پېښه ثبت شوې وه خو په ۲۰۲۲م کال کې یې بيا شمير ۲۰ ته رسېده چې ټولې يې په خيبر پښتونخوا ایالت کې وې.
ب. ص/ ن. ز (DPA)
زموږ له آرشيف څخه: