1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر واکسيناتورانو بريدونه؛ پاکستاني پوليسو احتجاج پېل کړی

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د پاکستان تر ۱۰۰ زیاتو پولیسو چې په ناقراره سرحدي‌ سیمو کې د پولیو واکسین ټیمونو ته امنیت برابروي، تر يو شمېر خونړیو بریدونو وروسته يې د پنجشنبې په ورځ احتجاج پیل کړ.

https://p.dw.com/p/4kXp9
د پوليو ضد کامپاين په پاکستان کې
پاکستان د هغه وروسته د پوليو کامپاين چټک کړ، کله چې د ابتلا نوې قضيې ثبت شوېانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د پاکستان هغه پولیس افسران چې د پولیو کارکوونکو د کور په کور ګرځېدو لپاره په معمول ډول ګومارل کېږي، اکثر د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوونکو وسله‌والو لخوا تر برید لاندې راځي. په تېره لسیزه کې په سلونو پولیس او د پولیو د واکسيناسيون کامپاين کارکوونکي وژل شوي دي.

يو پوليس چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرگند کړل شي، د احتجاج په ناسته کې، د فرانس خبري آژانس ته وويل: "هر پولیس افسر چې د احتجاج په هکله خبريږي نو هغه د پولیو خپله دنده پرېږدي او د مظاهرې سره یوځای کېږي." دغه پوليس زیاته کړې ده چې د احتجاج کوونکو پولیسو او د خیبر پښتونخوا په شمال لویدیځ سرحدي ولسوالۍ بنو کې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ خبرې ناکامې شوې دي.

د فرانس پرس په راپور کې دا نه دې راغلي چې د پوليسو غوښتنې څه شي دي او له چا څخه دي.

جلا جلا بريدونو کې مرگژوبله

له دوشنبې راهیسې چې د واکسین وروستی کمپاین پیل شوی، په جلا جلا بریدونو کې یو د پوليو کامپاين کارکوونکی او دوه پولیس وژل شوي دي. دا بریدونه په سرحدي کلیوالو سیمو کې د افغانستان پولې ته نږدې شوي دي. په دې کې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۱۲مه) یو پولیس افسر هم شامل و چې د واکسيناسيون د یوه ټیم امنيت يې نيولی و.

د دوشنبې په ورځ په یوه بل برید کې چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یې د تر سره کولو ادعا کړې وه، نهه کسان ټپیان شول.

زیاتره بریدونه د پاکستاني طالبانو لخوا ترسره کېږي چې له افغان طالبانو جلا دي، خو ورته ایډیالوژي لري. په وروستي برید کې دوه موټرسايکل سپرو کسانو پر پولیس افسر ډزې وکړې. د سيمي د پوليسو د يو چارواکي په وينا په وروستي بريد کې پر موټرسايکل سپرو دوو کسانو پر پوليس ډزې وکړې. په وينا يې"دا چې د پولیو ټیم په هماغه وخت کې په نږدې کوڅه کې و ،نو هغوی ته زیان ونه رسېد".

آیا افغانستان کې د پولیو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي؟

د پوليو ضد کمپاين کې ۱۷ پيښې

په پاکستان کې سږکال د پولیو پېښي زیاتي شوي.په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه ۱۷ پېښې ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳ کال کې یې یوازې شپږ پيښي ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکښې پولیو په پراخه کچه موجوده ده، سره له دې چې یو مؤثر واکسین يې موجود دی. د پاکستان روغتیایي چارواکو هیله درلوده چې په یوه اوونۍ کې به ۳۰ میلیونه ماشومان واکسین کړي.

يو بل احتجاج کوونکي پوليس افسر د نوم نه ښودلو په شرط و فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: "دلته د پولیو جزوي کمپاین روان دی، خو ډېرو پولیسو خپلي وظیفې پرې ايښې دي ترڅو په احتجاج کې ګډون وکړي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) په وینا، په پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر په ۱۹۹۰ لسیزه کې له ۲۰ زرو څخه په کال کې د پام وړ کموالی موندلی دی.

سختدریځه مذهبي مشران

د پاکستان په غرنیو سرحدي سیمو کې لا هم د واکسین ضد مقاومت موجود دی، چې د ناسمو معلوماتو، سازشي تیوریو او د ځینو سختدریځه مذهبي مشرانو له کبله چې دا یې غیر اسلامي بللې ده، رامنځته شوی.

له هغه وخته چې په ۲۰۲۱ کال کې په ګاونډي افغانستان کې د طالبانو حکومت بېرته واک ته ورسېد، په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو زياتوالی لیدل شوی. په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ايالت او  همدارنګه په سویلي بلوچستان کې هم بريدونه زيات شوي دي. بلوچستان له افغانستان او ایران سره پوله لري.

اسلام‌اباد د کابل واکمنان تورنوي چې د افغانستان په خاوره کې پټ وسله‌وال له منځه نه وړي، چې له هغه ځايه په پاکستان کې د بریدونو لپاره ځانونه چمتو کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

فرانس پرس/ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: