د خيبر پښتونخوا حکومت غواړي په کرمه کې وسلې ټولې کړي
۱۴۰۳ آذر ۳۰, جمعهد خيبر پښتونخوا حکومت دا اعلان نن، جمعه کړی دی. په کرمه سيمه کې چې له افغانستان سره پولې ته نږدې پرته ده، او څه نا څه ۶۰ زره نفوس لري، په دودیزه توګه پکې د فدرالي او ایالتي حکومت کنترول محدود دی. دغه سيمه له لسیزو راهېسې د فرقه يي تاوتريخوالي ښکار ده.
تيره میاشت په دغه سيمه کې د شيعه او سني مسلمانانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې چې دا څه د بشري بحران باعث شول او د سيمې اوسيدونکي د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخامخ شول ځکه هغه لويه لاره تړل شوې وه چې د کرمې سيمې مرکزي ښار پاړه چنار له ايالتي پلازمينې پېښور سره وصلوي.
د خيبر پښتونخوا د حکومت وياند محمد علي سيف، وويل چې چارواکو پريکړې ده چې شخصي بنکرونه او د څار پوستې له منځه يوسي چې د دواړو لوریو له خوا د نښتو پر وخت کاريدلې او همدا شان له قبايلي خلکو درنې وسلې ټولې کړي، څو په کرمه کې د تاوتريخوالي مخه ونيوله شي.
قبايلي خلک د وسلو ورکړې ته چمتو نه دي
خو د سيمې قبايلي اوسيدونکو د وسلو د تسليمولو خبره رد کړې ده او وايي چې دوی د خپل امنيت په اړه اندېښنه لري.
د جلال حسين بنګش، په نامه يوه قومي مشر وويل: «زموږ وسلې زموږ د ساتنې له پاره دي، نه د دولت پر ضد.»
يوه بل قومي مشر ذاکر حسين، هم خبرداری ورکړ چې بې وسلې کول به د دې باعث شي چې شيعه ګان د لا ډېرو حملو هدف وګرځي. نوموړي زياته کړه: «حکومت په کرمه کې واقعيتونه له پامه غورځوي.»
نوموړي همدا شان وويل: «موږ په درملتونونو کې درملو او په بازارونو کې خوراکي توکي نه لرو. مخکې به چې سړک بند شو نو موږ به له افغانستانه خپله اړتيا پوره کوله خو اوس افغان پوله هم په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو راهېسې پر موږ بنده ده.»
اړونده موضوع: پاکستان: د تېرو څو ورځو نښتو کې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي دي
د پاړه چنار په مرکزي روغتون کې د مهدي حسين، په نوم يوه ډاکتر د رويټرز خبري آژانس ته وويل چې تر ۸۰ ډېر کسان چې ماشومان هم پکې شامل دي، په دې تيرو اونيو کې د درملو د نه شتون له کبله مړه شوي دي.
ايالتي حکومت او د ايدهي خيريه بنسټ سيمې ته د څرخي الوتکو له لارې د درملو په ليږد پېل کړی دی.