پاکستان د لنډ واټن ویشتونکي توغندي بریالۍ آزموینه کړې
۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۳مه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چې دغه هیواد له ځمکې څخه ځمکې ته د لنډې فاصلې ویشتونکي یوه بالستیک توغندي بریالۍ آزموینه کړې ده.
د پاکستان پوځ په یاده اعلامیه کې راغلي دي چې د »غزنوي« په نامه د دغه توغندي آزمویل د پاکستان د پوځ د ستراتیژیکې قوماندې د کلني مانورونو اصلي او مهمه برخه وه. پوځ په اعلامیه کې زیاته کړې چې دغه بالستیک توغندی د اتومي او عادي سرګلولو د انتقال وړتیا لري او کولی شي چې تر ۲۹۰ کیلومتره فاصلې پورې هدف په نخښه کړي.
اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان اتومي او توغندیز پروګرامونه تر ډیره پورې د ګاونډي هیواد هندوستان له لوري د ګواښ د دفع کولو په هدف جوړ شوي دي. د جنوبي آسیا دغه دواړه ګاونډي هیوادونه اتومي وسلې لري او تر اوسه پورې یې د کشمیر د لانجمنې سیمې پر سر دوه جګړې هم کړي دي.
زموږ له ارشیف څخه: