ولې ډېرو پښتنو له اسلام آباد سره مخالفت ته مخه کړې؟
۱۴۰۳ مرداد ۴, پنجشنبهد خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سيمه کې تېره اونۍ په زرونو احتجاج کوونکو يو لاريون وکړ او په دغه ایالت کې یې د پوځي عملیاتو د درولو غوښتنه کوله.
د دې سوله ایزې مظاهرې په ترڅ کې فېرونه د ګډوډۍ او دوه کسانو د وژل کیدو او نورو يو شمير د ټپي کیدو باعث شول. د غونډې تنظيموونکو د احتجاج کوونکو په مقابل کې د زور کارول وغندل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ام سره تړاو لرونکي يوه فعال ادريس پښتين، وويل: «موږ د دولت د ظلمونو پر ضد او د ځمکنيو ماینونو د پاکولو، لادرکه شويو د موندلو او پر خپلو [د سيمې] طبيعي زیرمو د خپل حق په پلوۍ مظاهره کوو. موږ همدا راز په خپلو سيمو کې د پوځي عملياتو ځواب هم غواړو.»
د بشري حقونو ډلې، پر چارواکو د دغه لاريون د خپرولو په موخه د احتمالي زور پر کارولو هم نيوکې کوي. د ايمنستي انترنيشنل يا بخښنې نړيوال سازمان په خبره «پر يوه سوله ایز لاريون چې د سولې له پاره شعارونه ورکوي، وژونکی زور کارول غير قانوني کار دی.»
د بشري حقونو د څار دې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د «بريد مسئوليت لرونکو چارواکو په اړه دې ژر تر ژره پلټنې وشي.»
امنيتي چارواکو پر لاريون کوونکو د فېرونو خبره رد کړې ده.
نوي پوځي عملیات او ډېر مقاومت
د دې مظاهرو او لاريونو زړه د پښتون ژغورنې غورځنګ دی چې د جګړې ضد يوه ډله ده او په دې وروستيو اتو کلونو کې ډېره پیاوړې شوې او په غونډو کې یې په لسونو زره کسان ګډون کوي.
د دې غورځنګ پلويان د جګړې پر ضد دي، چې په آند یې جګړې په افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې د پښتنو سيمې تباه کړې دي.
د روانې مياشتې په سر کې اسلام آباد په دې وروستيو کې د وسله وال تشدد د زياتوالي سره د مبارزې په موخه نوي پوځي عملیات پيل کړل.
د لومړي وزير شهباز شريف، حکومت دا نوي عمليات د «عزم استحکام» په نامه ياد کړل. دا په پاکستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې د پيل شويو عمليات د لړۍ تازه کړۍ ده.
خو په خيبر پښتونخوا ایالت کې نور پوځي عمليات دا خطر له ځانه سره لري چې د سيمې خلک له حکومته ناراضه شي.
د وسله والو د فعاليتونو پراخیدل
پاکستانپه تېرو دوو کلونو کې د تاوتريخجنو بريدونو د ډېروالي شاهد وو. دې بريدونو په روان کال کې تر اوسه د لږ تر لږه ۶۲ عسکرو چې څو يې افسران دي، ژوند اخيستی دی. پوځ ويلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر مټ په ترسره شويو تر ۱۳۰۰۰ډېرو عملياتو کې یې ۲۴۹ ترهګر وژلي او ۳۹۶ نور یې نيولي دي.
له دې څخه د ډېرو بریدونو پړه د پاکستان تحريک طالبان يا ټي ټي پي، ډلې پر غاړه اخيستې ده. دغه ډله له اوږدې مودې راهېسې د دولت پر ضد جګړه او د حکومت د راپرځولو هڅه کوي او په پاکستان کې د شريعي نظام نافذولو ته ليواله ده.
د راپورونو له مخي د خيبر پښتونخوا ایالت غرنۍ سيمه له اوږدې مودې راهېسې د ټي ټي پي او د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې په ګډون د وسله والو يو پټنځای دی.
د پاکستان ملکي حکومت او پوځي مشرتابه په دې آند دي چې د ټي ټي پي رېښې ايستل د وخت ضرورت دی.
هغه پښتانه چې له افغانستان سره پر پوله پرتو سيمو کې ژوند کوي، وېره لري چې نور پوځي عملیات به د سيمې د خلکو د ډله ایزې کډوالۍ يا بې ځايه کیدو او مرګونو سبب وګرځي.
د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسياب خټک، دويچه ويله ته وويل چې پښتانه په دې پوهيږي چې پوځي عملياتو د دوی سيمې ته يوازې «مرګ، تباهي او بې ځايه کيدل» راوړي دي. پي ټي ام، بيا د پاکستان پوځ او وسله وال دواړه د دې له پاره ګرم بولي.
ادريس پښتين وويل: «طالبان زموږ په سيمه کې هیڅ ځای نه لري او بايد دلته هیڅ زور زياتی هم نه وي.»
شنونکي وايي چې پښتانه د پاکستان له دولت سره د افغانستان په اړه د دغه هيواد د تګلارې له وجې «جوړښتي اختلاف» لري.
يوه اسلام آباد ميشتي شنونکي قمر چيمه، دويچه ويله ته وويل: «پاکستان لومړی [په ۱۹۸۰يمو کلونو کې] د وسله والو ملاتړ وکړ او بيا یې [د ستبمبر د ۱۱مې تر پېښو] وروسته هغوی له افغانستان سره پر پوله پرتو سيمو کې په نخښه کړل.» نوموړي زياته کړه چې دا هر څه د ګډوډۍ او کړاو باعث شول.
د منزويتوب احساس
پښتانه فعالان وايي چې د لومړي وزير شهباز شریف، حکومت د دوی د غوښتنو د پوره کولو له پاره هیڅ نه دي کړي.
په داسې حال کې چې د پاکستان په مین ستريم يا عمومي رسنيو کې د جګړې ضد دې غونډو او لاريونو ته ډېر لږ پوښښ ورکول کيږي، د دې مسئلې په اړه د پارلمان د غړيو نه فعاليت او يا چوپتيا هم دا نظريه قوي کوي چې پښتانه يوازې پرېښوول شوي دي.
چيمه، وويل: «پارلمان خاموش دی او د بې اعتمادۍ موضوع ته په ملي کچه پاملرنه نه ده شوې.»
د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان، چې دمګړۍ په زندان کې دی، تېره اونۍ وويل چې دی د هيواد په شمال لویدیځو او جنوب لوېدیځو سيمو کې د هر ډول نويو عملياتو سره مخالف دی او په خیبر پښتونخوا کې یې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت ته لارښوونه کړې ده چې د دې عملياتو پر ضد ودريږي.
خو د خان ګوند پخپله هم د حکومت له خوا تر سخت فشار لاندې دی او په دې مسئله کې د يوه مهم نقش د لوبولو توان نه لري.
ب. ص/ ن. ز (Haroon Janjua)